شنبه, اپریل 26, 2025
Homeخبرونهمتقي د عمان له باندنیو چارو وزیر سره په دوه اړخیزو اړیکو...

متقي د عمان له باندنیو چارو وزیر سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې

تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۲۱ مه) د عربي هیواد عمان د ابزور ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سید بدر بن حمد البوسعیدي، د دوشنبې په ورځ د افغانستان د طالبانو د حکومت له سرپرست بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره وکتل.

 د ورځپاڼې پر اساس، ښاغلی متقي د څو ورځو لپاره د عمان سلطانیت ته په رسمي سفر ورغلی دی.

البوسعیدي او متقي د افغانستان او عمان ترمنځ د دوستانه او تاریخي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

له بلې خوا د طالبانو د باندنیو چارو وزارت مرستیال ویندوی حافظ ضیاء احمد تکل وايي چې مولوي امیر خان متقي، عمان ته په دې هدف سفر کړی چې د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړي. ضیاء احمد تکل دا خبره د یکشنبې په ورځ په خپل رسمي X حساب کې کړې ده.

تکل وویل چې متقي عمان ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي په رسمي بلنه سفر کړی دی. د سفر پر مهال، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به د عمان له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره ویني، چې تمرکز به یې د سیاسي او اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ پراخول وي.

د عمان د باندنیو چارو وزیر له متقې سره په خبرو کې په دې ټینګار وکړ چې هیواد یې هڅه کوي چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره مدغم شي.

د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته افغانستان په نړۍ کې منزوي شوی، هیڅ هیواد د افغانستان اوسنۍ واکمنه اداره د دې هیواد د رسمي دولت په توګه په رسمیت نه پېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...