سرچینه: د روغتیا نړیوال سازمان
هیپاتیت د ځيګر التهاب ته ویل کېږي. دا حالت ممکن په خپله ښه شي یا د ځيګر فایبروسېس (زخم)، سیروز (سختوالی)، یا سرطان ته پرمختګ وکړي. د هیپاتیت ویروسونه د دې ناروغۍ تر ټولو عام عوامل دي، خو نورې انتاني ناروغۍ، زهري مواد (لکه الکول او ځینې درمل)، او اتوایمون (خپل بدن ته ضرر رسوونکې) ناروغۍ هم هیپاتیت رامنځته کولی شي.
د هیپاتیت ډولونه
د هیپاتیت ۵ اصلي ډولونه دي چې د A، B، C، D او E په نومونو پېژندل کېږي. دا ډولونه ځکه مهم دي چې د ډېرو ناروغیو، مړینو، او نورو ته خپرېدو سبب کېږي. له دې جملې، د B او C ډولونه په سلګونو میلیونو خلکو کې مزمنې ناروغۍ رامنځته کوي او د ځيګر د سیروز او سرطان تر ټولو عام لاملونه دي.
هیپاتیت A او E عموماً د ککړو خوړو او اوبو له لارې خپرېږي،
هیپاتیت B ،C او D بیا د اخته کسانو د بدن له مایعاتو سره د تماس له لارې انتقالېږي. دا ویروسونه د ککړې وینې، غیر صحي طبي وسایلو، او جنسي اړیکو له لارې خپرېږي. همداراز، هیپاتیت B له مور څخه ماشوم ته د زیږون پر مهال، د کورنۍ غړي ته، او د جنسي اړیکې له لارې انتقالېږي.
د هیپاتیت نښې
حاد (سخت) هیپاتیت ممکن نښه ونه لري او یا دا نښې ولري:
- ژېړوالی (د پوستکي او سترګو)
- تور ادرار
- شدیده ستړیا
- زړه بدوالی او کانګې
- د خېټې درد
د هیپاتیت ویروسونه
۱. هیپاتیت A (HAV):
- د ککړو خوړو او اوبو له لارې خپرېږي.
- معمولاً ډېره شدیده نه وي، خو په ځینې مواردو کې کېدای شي ژوند ته ګواښمن وي.
- د مخنیوي لپاره یې خوندي او اغېزمن واکسین شته.
۲. هیپاتیت B (HBV):
- د ککړې وینې، مني، او نورو بدن مایعاتو له لارې خپرېږي.
- له مور څخه ماشوم ته، د وینې د انتقال، او ستنې وهلو له لارې هم انتقالېږي.
- روغتیايي کارکوونکي د ستنې یا پیچکارۍ له امله دا ویروس انتقالولی شي.
- د مخنیوي لپاره یې خوندي او مؤثر واکسین شته.
۳. هیپاتیت C (HCV):
- تر ډېره د ککړې وینې له لارې انتقالېږي.
- د ستنې شریکولو، وینې انتقال، او نادرو مواردو کې د جنسي اړیکو له لارې خپرېږي.
- د دې ویروس لپاره واکسین نه شته.
۴. هیپاتیت D (HDV):
- یوازې هغه کسان اخته کولی شي چې له مخکې د هیپاتیت B ناروغي ولري.
- له هیپاتیت B سره یوځای، دا ویروس د ناروغۍ شدت زیاتوي.
- د هیپاتیت B واکسین د دې ویروس مخه هم نیولی شي.
۵. هیپاتیت E (HEV):
- د ککړو خوړو او اوبو له لارې خپرېږي.
- په پرمختللو هېوادونو کې هم د ناروغۍ یو مهم عامل ګڼل کېږي.
- واکسین یې شته، خو عام نه دی.