تاند【سه شنبه د کب ـ حوت ۲۱مه】د ننګرهار په هغو سیمو کې هم د کلدارو د مخنیوي کمپاین پیل شو چې پکې خلک په پاکستانیوکلدارو راکړه ورکړه کوي.
ننګرهار کې طالب مسوولین وایي، د پاکستانۍ کلدارو د مخنیوي ګډ کمېسیون یې له بېلابېلو ادارو جوړ کړی.
سرچینه زیاتوي، چې دا کمېسیون به د پاکستانۍ کلدارې مخنیوی او افغانیو بشپړ ترویج ته کار کوي.
د ننګرهار مومندره، دوربابا، سپین غر، نازیان، غني خېل، اچین او لعلپوره هغه ولسوالۍ دي چې لا یې هم ځایي خلک پر پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه کوي.
مسوولان وایي، د پاکستانۍ کلدارو د مخنیوي په کمېسیون کې د افغانستان بانک، صنعت او سوداګرۍ، جلال اباد ښاروالۍ، کانونو، اطلاعاتو او کلتور، سرحدونو او قبایلو چارو ریاستونو او له امنيې قوماندانۍ استازي شامل دي.
یاد کمېسیون دغه راز پرېکړه کړې چې پر پاکستانۍ کلدارې راکړه ورکړه او کاروونکي دې د راتلوونکې ١٤٠٤ لمریز کال د وري تر ٣٠ مې نېټې خپل حسابونه په بشپړ ډول پر افغانیو بدل کړي څو یې پر وړاندې جدي ګامونه پورته نه شي.
ننګرهار کې د پاکستانۍ کلدارې د مخنیوي کمپاین د تورخم دروازې له بندېدو او په تورخم کې د افغان او پاکستاني لورو ترمنځ تر وسله والو نښتو وروسته پیل شو.