جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسوداګر؛ د تورخم دروازې له امله دواړه لوري د ورځې ۳ملیون ډالر...

سوداګر؛ د تورخم دروازې له امله دواړه لوري د ورځې ۳ملیون ډالر زیان کوي

تاند【سه شنبه د کب ـ حوت ۲۱مه】د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمدیونس مومند وایي، د تورخم د دروازې د تړل کېدو له کبله هره ورځ د دواړو لوریو سوداګرو ته ۳ملیونه ډالر زیان اوړي.

مومند وایي، له پاکستاني سوداګرو سره په ناسته کې دواړو لوري دې پایلې ته ورسېدل چې د لا ډېرو زیانونو اوښتو مخنیوي په موخه باید خپلو حکومتونو ته قناعت ورکړي.

دواړه لوري سوداګر اړ دي څو خپل حکومتونه قانع کړي چې، په سیمه کې اوربند وشي او لاره باید بې قیده او شرطه خلاصه شي.

د تورخم دروازه د روانې کب میاشتې په درېیمه نېټه د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.

پاکستان د دروازې د تړل کېدو لامل د افغان ځواکونو له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه دې غاړي ته د پوځي تاسیساتو جوړول یاد کړي.

په تېرو شاوخوا ۱۹ ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ وسله والې نښتې هم وشوې چې له امله یې مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

د دې ستونزو د حل په موخه دواړه لورو سوداګرۍ خونې د حکومتونو له ګډون پرته یوه جرګه وکړه.

پرون دوشنبه ننګرهار کې د چارواکو له قوله داسې خبرونه خپاره شول چې، یاده لار به یواځې د سوداګرۍ پر مخ خلاصه شي خو لا یې د خلاصېدو څرک نه لیدل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...