تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۲۱ مه) د پاکستان د حکومت له لوري د ملیونونو افغان کډوالو د بېرته ستنولو له پریکړې وروسته، د دغه هیواد د ملي ډیټابیس او ثبت ادارې (NADRA) سرچینې وايي چې په کابل کې د پاکستان سفارت سلګونو زره افغانانو ته په رشوت وېزې ورکړي دي.
پاکستاني رسنیو د دغو سرچینو په قول نن (سې شنبې) راپور ورکړی چې په افغانستان کې د پاکستان سفارت هر کال له درو لکو څخه ډېرو افغانانو ته د طبي سیلانیانو او نورو کټګوریو ویزې صادروي، چې دا پروسه له پراخ فساد او غیرقانوني فعالیتونو سره مله ده.
سرچینې وایي چې افغان اتباع د NADRA پورټل له لارې په جعلي طبي اسنادو د ویزې غوښتنلیکونه سپاري. د سفارت چارواکي له ۳۰ ورځې ظاهري انتظار وروسته، ویزې صادروي.
خو، د ویزې د ګړندي پروسس لپاره، په سفارت کې فعال افغان او پاکستاني ایجنټان له ۲۰۰ څخه تر ۹۰۰ ډالرو پورې رشوت اخلي، چې ویزې له ۲۴ تر ۷۲ ساعتونو کې صادرې کړي.
د وېزې دې نیمګړې پالیسۍ د بهرنیو چارو وزارت او د قانون پلي کوونکو ادارو ته د غیرقانوني سوداګرۍ لاره هواره کړې ده. د طبي ویزې غوښتونکو ته یوازې له ۲۴ ټاکل شویو پاکستاني روغتونونو یا کلینیکونو څخه د طبي اسنادو د برابرولو اړتیا ده، خو دا لیست هم د کرهتوب تصدیق نه لري. افغان اتباع په دوامداره توګه د جعلي او نهتایید شویو طبي اسنادو له لارې د دریو تر شپږو میاشتو ویزې اخلي او بیا په پاکستان کې له نظارت څخه ورکېږي.
د کورنیو چارو وزارت او NADRA دننه سرچینو تایید کړه چې د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت له لوري تر ۹۰۰ زره زیاتې ویزې په مختلفو کټګوریو لکې صادرې شوې دي.
خو، یوازې ۱۵ زره کسانو د ویزې د تمدید لپاره د کورنیو چارو له وزارت سره اړیکه نیولې، چې دا په ډاګه کوي چې زیاتره کسان په غیرقانوني توګه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېږي.
د کورنیو چارو وزارت د څانګې افسر، اغا هاشیر فدرالي تحقیقاتي ادارې (FIA) او نورو ادارو ته یو لیک سپارلی، چې په هوايي ډګرونو کې طبي ویزې د طبي افسرانو له خوا تصدیق شي. خو، د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې د صادرو شوو ویزو هیڅ تصدیق نهدی ترسره شوی.
د NADRA سرچینې ټینګار کوي چې د غیرقانوني افغان اتباعو بېرته ستنول سخت کار دی، ځکه چې د بهرنیو چارو وزارت او نورو ادارو لپاره یې مالي ګټې ډېرې دي. د سافټویر نیمګړتیاوو او د ادارو ترمنځ د معلوماتو نهشتون دا پروسه لا نوره پیچلې کړې. پاکستان ته د داخلېدونکو افغان اتباعو له خوا د کارول شوو ویزو او اسنادو کرهوالی تر شکونه رامنځته کړي دي.