تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۲۱ مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۹ غړو هېوادونو استازو د طالبانو د مشر «هبتالله اخوندزاده» او د افغانستان د واکمنې ادارې د سترې محکمې د مشر «عبدالحکیم حقاني» د نیولو حکم د صادرېدو په باب د نړیوالې جزایي محکمې د څارنوال «کریم خان» د غوښتنې ملاتړ وکړ.
د فرانسې، بریتانیا، یونان، جنوبي کوریا، ډنمارک، پاناما، سلوانیا، سیرا لیون او ګویانا استازو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له خوا د جنسیتي تبعیض غندنه هم وکړه.
په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو له ۸۰ څخه د زیاتو فرمانونو او محدودیتونو له لارې افغان ښځې او نجونې له عمومي ژوند څخه ایستلې، د دوی اساسي حقونه یې تر پښو لاندې کړي، د زدهکړو او په نړیوالو سازمانونو کې د کار کولو مخه یې نیولې، او د دوی پر انفرادي آزادۍ یې سخت محدودیتونه لګولي دي.
اعلامیه وړاندې ټینګار کوي چې د دوحې د خبرو په شان د دیپلوماتیکو پروسو په شمول د افغانستان په راتلونکې کې د ښځو بشپړه او مساوي ونډه حیاتي ده.
تر دې وړاندې د مارچ په اتمه د طالبانو حکومت ویاند «ذبیحالله مجاهد» د ښځو له نړیوالې ورځې سره هممهاله، په یوه پیغام کې ویلي و چې د ښځو د عفت، عزت او شرعي حقونو ساتنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی.
نوموړي زیاته کړې وه، چې اوس افغان ښځې له فزیکي او رواني پلوه په بشپړ مصونیت کې ژوند کوي، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مخنیوی شوی، او هیڅوک نه شي کولای د ښځو حقونه ضایع کړي یا ورته په سپکه سترګه وګوري.
مجاهد په خپل دغه پیغام کې، چې پر خپله ایکسپاڼه یې خپور کړی، د نجونو پر زده کړو او کار بندیز ته هیڅ اشاره نه ده کړې.
خبریاله: وږمه مراد