Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان؛ افغانستان کې د ټاپي نللیکې ۸ کیلومټره کارونه بشپړ شوي

مسوولان؛ افغانستان کې د ټاپي نللیکې ۸ کیلومټره کارونه بشپړ شوي

تاند【سه شنبه د کب ـ حوت ۲۱】‏د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت مسئولان وایي، د ټاپي پروژې پر وړاندې هیڅ ډول خنډ نشته او په خبره یې افغان خاوره کې د دغې پروژې کارونه ۸ کیلومټره بشپړ شوي دي.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان رسنیو ته ویلي، چې افغانستان ته د ټاپي پروژې ۱۰.۲ کیلومټره پایپ لاین لېږدول شوی او د ۹.۲ کیلومټره نور پایپ لاین د نصب لپاره ځکمه چمتو شوې ده.

نوموړی زیاتوي، راتلونکي کال کې د هوا او شرایطو ښه کېدو سره به د دې پروژې چارې نورې هم چټکې شي.

د ټاپي سترې پروژې چارې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د افغانستان په خاوره کې پیل شوې، چې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته انتقالوي.

د معلوماتو له مخې افغانستان به په کلني ډول ۴۰۰میلیونه ډالر د ټرانزیټ حق او ډېره اندازه ګاز له دې لارې ترلاسه کوي.

دا پروژه د ګازو یوه نللیکه ده چې شاوخوا ۱،۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري.

د دې نللیکې له لارې به طبیعي ګاز د ترکمنستان له “ګالکینیش” ګازو زیرمې څخه، چې د نړۍ له سترو زیرمو څخه یوه ده، افغانستان ته انتقالېږي، او بیا پاکستان او هندوستان ته رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...