تاند (سې شنبه، د کب/ حوت ۲۱ مه) د بلوچستان ایالتي حکومت د پوځیانو د سپرلۍ پر ریلګاډي د بلوچ بیلتون غوښتونکو خونړۍ حمله تایید کړه.
نن (د مارچ پر ۱۱مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د بولان د ډهاډر په ماشکاف سیمه کې یې پر جعفر ایکسپریس ریلګاډي برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۶ پوځیان ووژل او ۱۰۰ تنه نور یې ژوندي ونیول.
د دې بیلتون غوښتونکې ډلې په وینا، د برمته شویو کسانو په منځ کې د پاکستان د پوځ، پولیسو، د تروریزم ضد ځواک او آی ایس آی غړي شامل دي.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ خبرداری ورکړی چې که د پاکستان پوځ د برمته وو د خوشي کولو هڅه وکړي، ټول یرغمل به ووژني.
د بلوچستان د ایالتي حکومت د اعلي وزیر ویندوی د پېښې د تاییدولو ترڅنګ ویلي چې سیمې ته امنيتي ځواکونه استول شوي دي. د هغه په وینا د سوۍ (سيبي) په روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي چې د ریلګاډي د سپرلیو په منځ کې یې ماشومان، ښځې او بلوچان خوشی کړي او یوازې یې هغه کسان له ځان سره بیولي چې له پوځ او امنیتي ادارو سره تړاو لري.
واه واه د اسمان بیدریغه رحمتونه دی وي پر بلوڅو اتلانو چې د ملي وقار و شرف لپاره ملي مجاهده کوي،
او تو لانت دې وي د کوټې په کوټه سپيو چې خپل مور وطن يې تورلينګيو پښو کې اچولی ذلیل ذليل کړی، د حقارت قعرته غورځولی دی.
پنجابی ورته په کبر راځي کابیني ور جوړوي او دوی خډلان ورته سلامي ولاړ وي
کاميابي يې غواړو…
GREAT NEWS/ ZENDAH BAAD BALOOCH LIBRATION ARMY.
I WANT MORE SUCCESS FOR BALOOCH BROTHER&SISTERS,
ZENDAH BAAD PUKHTOONS AND BALOOCH BROTHERS