شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد اروپايي پارلمان غړي: پاکستان دې په رښتینې ډول د ترهګرو ملاتړ...

د اروپايي پارلمان غړي: پاکستان دې په رښتینې ډول د ترهګرو ملاتړ پرېږدي

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۷)د اروپايي پارلمان غړو د افغانستان د پارلمان له ځینو ښځینه غړو سره په یوه انلاین غونډه کې ټینګار کړی، چې پاکستان دې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او په دغه هېواد کې د ترهګرو شته مرکزونه له منځه یوړل شي.

د اروپايي پارلمان غړو ویلي، چې اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي.

د دوی په خبره اروپا هڅه کوي افغانستان ته دایمي ثبات راشي او په دغه هېواد کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.

دوی همدا راز ټینګار کړی چې پاکستان باید د ترهګرو له ملاتړه په ريښتینې معنی لاس واخلي او په سیمه کې د ثبات لپاره پاکستان باید له افغان سولې سره رښتینې همکاري وکړي.

اروپايي پارلمان ټینګار کوي، چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او اجازه نه ورکوي چې دلته شته لاس ته راوړنې له خطر سره مخ شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د تېرې جمعې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف‌ غني د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د منځنۍ او سویلي اسیا هېوادونو په کنفرانس کې د وینا پرمهال وویل، په پاکستان کې ځینې شبکې او ادارې، چې د طالبانو ملاتړ کوي په ښکاره په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ولسي او دولتي شتمنیو لوټ او تالان نمانځي.

غني د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې وه، چې  پاکستاني مشران تل له افغانستان سره د ښو اړیکو لرلو خبره کوي، خو په حقیقت کې بیا همدوی له طالبانو کلک ملاتړ کوي.

هغه ویلي وو، چې په تیره یوه میاشت کې له پاکستان او نورو هیوادونو څخه څه باندې ۱۰ زره وسله وال افغانستان ته را اوښتي وو.

ولسمشر غني په یاد کنفرانس کې یو ځل بیا له پاکستان وغوښتل چې د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره دې له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب