Homeخبرونهننګرهار کې د ۳ پاکستانیانو په ګډون ۴۲ طالبانو ته مرګ ژوبله...

ننګرهار کې د ۳ پاکستانیانو په ګډون ۴۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۷) ختیځ کې د  ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسوولان وایي، چې تېره شپه افغان ځواکونو د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په غرښلي او آنتن تپې سیمو کې د طالبانو د ځپلو په موخه عملیات ترسره کړل.

د یادې قول اردو ویاند سیدمقصود صاحبزاده وایي، په دې عملیاتو کې  د ۳ پاکستانيانو په ګډون ۲۷ تنه وسله وال طالبان و وژل شول او ۱۵ تنه نور يې ټپيان شول.

صاحبزاده وایي، په دې عملیاتو کې دغه راز افغان ځواکونو د طالبانو یو اندازه درنې او سپکې وسلې هم نیولي دي.

نوموړی زیاتوي، د يو شمېر وژل شویو طالبانو جسدونه د جګړي په سیمه کې پاتې دي.

د صاحبزاده په خبره په دې عملیاتو کې ولسي خلکو ته زیان نه دی اوښتی.

بل لورته وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...