جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکرنې وزارت په ۷ ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه...

کرنې وزارت په ۷ ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړوي

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۷) د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وایي، په پلان کې لري، چې د هېواد په اوو ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړ کړي.

یاد وزارت زیاتوي، چې دا مرکزونه به د روان کال په ترڅ کې جوړ کړي.

هرات، غزني، سرپل، کندز، بلخ، فاریاب او دایکندي هغه ولایتونه دي، چې ټاکل شوې د کرنې وزارت په کې په نوي او عصري بڼه د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړ کړي.

یاد وزارت زیاتوي، چې د دې مرکزونو رغنيزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې او پاتې چارې به يې هم د ۱۴۰۰م مالي کال تر پايه بشپړ شي.

یاد وزارت دغه راز په یوه بله خبرپاڼه کې وایي، چې نړیوال بانک د خوړو د خوندیتوب بېړنۍ پروژې (‏EATS‏) فعالیتونو تر مثبتو ارزولو وروسته پرېکړه وکړه، چې د دغه پروژې د فعالیتونو د لاښه پر مخ وړلو په پار د یادې پروژې په بودیجه کې ۵۷.۵ میلیونه دالر ور اضافه کړي.

سرچینه زیاتوي، چې له مرستو شویو پیسو څخه ۲۰ ميليون ډالر د کابل، هرات، بغلان او کندهار په ولايتونو کې د څلورو سيلوګانو جوړولو او بيارغونه کې او پاتې نورې یې د کرنې او اوبولګولو په برخه کې لګول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب