Homeروغتیاد زړه د حملې لاملونه

د زړه د حملې لاملونه

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۷ مه ) روغتیا پوهان وایي، د زړه حملې په اړه وروستیو څېړنو ښودلې چې تر ډیره د سټریس یا ذهني فشار له امله رامنځ ته کیږي.

د څیړونکو په وینا، تازه څېړنو کې موندل شوې چې ډیرو کسانو باندې د اونۍ د پیل په ورځ یعنې د شنبې په ورځ دغه حمله راغلې ده.

ماهرین زیاتوي څېړنو ښودلې چې د زړه د حملې ۲۱٪ یې په همدغه ورځ رامنځ ته شوې دي.

څېړونکي وایي، د ستریس هورمونه د اونۍ په پیلیزه ورځ ډیر فعالیږي او د راتلونکې اونۍ سټریس د زړه حملې باعث ګرځي.

د معلوماتو له مخې، د زړه حمله هغه وخت منځ ته راځي کله چې د زړه هغه واړه رګونه چې پخپله زړه (د زړه عضلاتو) ته وينه او اکسېجن رسوي، يودم بند شي.

کله چې دا پېښه وشي نو د زړه هغه برخه يا ساحه چې معمولاً به نوموړي بند شوي رګ وينه ور رسوله زيانمنه کيږي او يا که پخپل وخت رګ خلاص نشي مړه کيږي.

د زړه حمله اصلاً د زړه د رګونو يا شريانونو ناروغي ده. پدې ناروغۍ کې د زړه په رګونو غوړ څاڅکې کښېني چې د وخت په تېريدو د رګ په منځ کې غوړينه طبقه منځ ته راوړي.

دغه طبقه يا طبقې په ډيره اسانۍ سره ماتېدی شي. د رګ د دغې طبقې له ماتېدلو وروسته په مات ځای د ويني غوټه يا لخته جوړيږي چې هغه د رګ د يودم بندېدو او د زړه د حملې باعث ګرزي.

څېړوونکي دغه راز زیاتوي چې که څه هم شنبه د اوونۍ د پیل ورځ وي او ډیری ادارې په همدې ورځ اونیز پلانونه چمتو کوي باید ادارې دا ډول پرېکړې او غونډې ونه کړي چې د کارکوونکو د ذهني فشار یا سټرس لامل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...