جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینمافرزانه ناز په یوه هندي سندره ( افغاني تړکه) کې کار کوي

فرزانه ناز په یوه هندي سندره ( افغاني تړکه) کې کار کوي

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۷ مه)  د افغانستان مشهوره سندرغاړې او اداکاره فرزانه ناز وایي، د لومړي ځل لپاره یې په یوه هندي سندره چې افغاني تړکه نومیږي کار کړی دی او ژر به دغه سندره کې راڅرګنده شي.

هغه چې له څه وخت راهیسې په هند کې ژوند کوي، تازه یې د یوې سندرې پوسټر خپور کړی او ویلي یې دي چې ژر به دغه سندره کې راڅرګنده شي.

فرزانه ناز د هند ممبۍ ښار ته له تګ وروسته اداکاري هم شروع کړې ده، خو په هند کې د هغې لومړی کار بیا په یوه سندره کې نڅا کول دي.

دا سندره چې (افغاني تړکه) نوم ورکړل شوی دی، د ریتو پاټک په نوم یو سندرغاړي ویلې ده چې فرزانه ناز پکې نڅا کړې ده او هغه به پکې راښکاره شي.

د دې سندرې موسیقي کی ار واهي جوړه کړې ده، توري یې عرفات محمود لیکلي، ډایریکټر یې شبي دی او پروډیوسر یې کی ار واهي دی.

فرزانه ناز د (افغاني تړکه) سندرې یو پوسټر په خپل انسټاګرام اکاونټ کې خپور کړی دی او خپلو مینه والو ته یې ویلي دي چې د هغې مصالحه دارې سندرې ته دې په تمه اوسي.

که څه هم نڅا کول د افغاني دود خلاف ده، د ناز دې پوست ته ډیری افغانانو غبرګونونه ښوولې دي.

هغې تر دې وړاندې هم په ټولنیزو رسنیو کې د بې باکه عکسونو په خپرولو سره د خلکو غوصې راپارولي دي.

خو ناز بیا وایي، زه غواړم خپل ژوند وکړم او د خلکو غبرګونونه راته بې معنا دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب