پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پر ضد لاریون؛ پاکستان سره دې هر ډول اړیکې پرې...

د پاکستان پر ضد لاریون؛ پاکستان سره دې هر ډول اړیکې پرې شي

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۷ مه)  د کابل ښار سلګونو اوسیدونکو نن یکشنبه/ د سرطان / ۲۷ مه د پاکستان سفارت مخې ته د «افغان سفیر ته سپکاوی، هر افغان ته سپکاوی!» شعار په ورکولو لاریون کې وکړ.

دوی په پاکستان کې د افغانستان سفیر د لور تښتولو او شکنجه‌کولو غبرګون کې د پاکستان سفارت مخې ته لاریون کې له دغه هېواده په «کلکه» وغوښتل چې باید د دې پېښې عاملین له کوم «عذر» پرته ژر تر ژره ونیسي او محکمې ته یې وپېژني.

دوی له افغان حکومت هم وغوښتل چې لږ تر لږه پاکستان سره له لسو ورځو تر یوې میاشتې ټولې سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړي.

د لاریوون کوونکو په وینا دا اړیکې دې تر هغې پرې وي، چې پاکستان د یادې مسلې په اړه مخامخ خبرو ته د نړیوالو او عربي هېوادونو ته په ضامنت حاضر شوی نه وي او عاملینو ته یې جزا ورکړې نه وي.

په همدې اړه د بدلون کاروان په خپاره کړي پرېکړه‌لیک کې راغلي:

«بدلون کاروان په پاکستان کې د افغان سفیر کورنۍ ته سپکاوی په کلکو ټکو غندي، افغان سفیر او د هغه درنې کورنۍ ته سپکاوی د ټول افغان ولس سپکاوی دی، هېوادونه په تېره ګاونډي هېوادونه د بل هر هېواد ارزښتونو او تعهداتو ته ژمن او په درنه سترګه ورته ګوري؛ خو په دې برخه کې له بده مرغه پاکستان حکومت هیڅ ارزښتونو ته ژمنتیا نه ښکاري، چې یوه ښکاره بېلګه یې په هغه هېواد کې د افغان سفیر د کورنۍ نه خوندیتوب دی، په دې اړه افغان ولسونو د هېواد په هر ګوټ کې غربګون ښودلی او دا سپکاوی په کلکو ټکو غندي.»

لاریونوالو د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې باید د دې پېښې عاملین په سزا ورسوي.

دوی ویلي: «د پاکستان حکومت ته اخطاراً دا خبراری ورکوو، که چېرته تر یادې مودې د دې پېښې عاملین نړیوالې محکمې ته حاضر نه کړي؛ نور باید له افغانستانه خپل سفارت وباسئ، د نه تلو په صورت کې به مو مسوولیت پخپله غاړه وي.»

دوی یو ځل بیا پر افغان حکومت غږ کړی چې که په راتلونکې کې داسې پېښې تکرار یا د افغان سفیر د ژوند خوندیتوب تضمین نه شي، باید په پاکستان کې د خپل هېواد سفارت وتړي او هر راز سیاسي او ډیپلوماټیکي اړیکې ورسره وشلوي.

پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور سلسله علي‌خېل پرون شنبه پلازمېنې اسلام‌اباد کې د نامالومو کسانو له خوا وتښتول شوه او له شکنجې وروسته خوشې شوه.

پرون بیا د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر منصوراحمد خان احضار او ترې یې وغوښتل چې د یادې پېښې عاملین په سزا ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستانۍ «ډان» ورځپاڼې ویلي چې د پاکستان هېواد لومړي وزیر عمران خان د دې هېواد کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی، چې د افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل د لور د اختطاف عاملین ونیسي.

2 COMMENTS

  1. دا ډيره د شرم خبر ده چې حکومت تر اوس لاس په کار نه ده سوی او تر اوسه د پنجاب سفارت په افغانستان کې لا خلاص پاتې ده.
    نور نو د حکومت بې وسي څنګه وي؟ د سلګونو پر جای بايد په هر ښار او کلي کې په زرهاوو،لکهاوو افغانان د خپل ناموس د عزت په خاطر راوتلي وای، خو د افسوس خبره ده چې اوس هم افغانان لا چوپ ناست دي او په ناموس يې هم طالبان تېرای کوي، هم د پنجاب غلامانو ته په کور او کلي کې جای او ډوډۍ ور کوي او هم بيا د ناموس د ساتنې غګ پورته کوي…

  2. دا د ای اس ای کار دی. د هغوی له اجازه پرته هیڅوک داسې پلید او شیطاني عمل نشی تر سره کولای. څو ورځې د مخه په لوګر کې هم ځینې کسانو يوه افغان ښځینه له موتره کوزه کړه او له ځان سره یې یوړله. او طالب مشران چوپه خوله ناست ول. دترور اباد ( اسلام اباد)د پلیدو او مرتدو شياطینو او د هغوی د ملیشو او مزدورانو تر مینځ د کړونه شباهتونه ته وګورئ.
    ملا برادره او نورو طالب مشرانو! که وجدان لرئ او ستاسو په ځان کې د انسان، افغان او مسلمان وینه بهېږي او وایې چې د پنجاب مزدوران نه یاست نو غږ را وباسئ او ددې پلید عمل په ضد يو څه ووایاست او که یې په بې غیرتي تېروئ، نو پټکې له سره لرې کړئ او نور د شملو او غیرت خبره مه کوي. ځکه دا ستاسو په برابروکړو شرايطو د افغانستان ناموس په اسلام اباد کې بې غزته شو. کنه چتلستان کې څوک دومره غیرت نه لري چې افغانان داسې بې عزته کړي. اوس ووایاست چې تاسو د کوم اسلام نماینده ګان یاست. پنجابي که افغاني؟ اسلام کې خو په کفر هم داسې تېري ته اجازه نشته. افغان حکومت باید د پنجاب قاتلین او نمایندګان او ددوی په نامه سفارت چې د تروریزم مرکز دی هم دا نن وتړي او ددوی لوی شیطان سفیر له افغانستانه وشري. دا هم د پاکستان ديپلوماسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب