Homeخبرونهافغان امنیتي ځواکونو له طالبانو ۲ ولسوالۍ بېرته ونیولې

افغان امنیتي ځواکونو له طالبانو ۲ ولسوالۍ بېرته ونیولې

تاند (یکشنبه د سرطان ۲۷) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د پروان ولایت سرخ پارسا او د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ له وسله والو طالبانو لېرته نیولي دي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یادې ولسوالۍ د افغان امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو د ګډو عملیاتو په پایله کې نن له وسله والو طالبانو څخه پاکې شوې.

خبرپاڼه زیاتوي، «مالستان او سرخ پارسا ولسوالۍ د ترهګرو له شتونه پاکه شوې او کنټرول يې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په ولکه کې دی، د دغو ولسوالیو په شاوخوا سیمو  کې د ترهګرو طالبانو د پاکېدو په موخه چاڼیز عملیات په چټکي سره دوام لري…»

د پروان والي فضل الدین عیار هم نن یکشنبه له طالبانو د سرخ پارسا ولسوالۍ د بېرته نیول کېدو په هکله رسنیو ته وویل، «نن ورځ سرخ پارسا ولسوالۍ د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو او مبارزې په پایلو کې ازاده شول،یو نېک ګام دی،دښمن شړل شوی دی.»

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې.

د ملي دفاع وزارت تېره ورځ له وسله والو طالبانو څخه د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ د بېرته نیول کېدو خبر هم ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...