دوشنبه, مې 13, 2024
Homeمقالېد ملګرو ملتونو د ۲۷۲۱ (۲۰۲۳) پریکړې په هکله تحلیل او نظر

د ملګرو ملتونو د ۲۷۲۱ (۲۰۲۳) پریکړې په هکله تحلیل او نظر

شاه محمود میاخېل

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه راپور تاید کړ چې تیره میاشت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص رپورټر، (Feridun Sinirlioğlu) فریدون سینرلیوګلو وړاندې کړې و. د هغه هر اړخیزه رپورټ په هکله طالبانو، ځینو سیاسیونو او د ښځو د حقونو ملاتړو ادارو ضد او نقیض عکس العملونه ښودلي و.

د هغه راپور د لیکوالانو یو غړي سره په بحث راته وویل چې ډیر موارد د هغه راپور مبهم یا ګونګ ځکه پاتې و چې د حل لپاره یې زیاتو بحثونو او وخت ته اړتیا لرله. په هغه راپور کې او هم د ملګرو ملتونو په پریکړه کې د افغانستان د خلکو د ملي وحدت، استقلال، ملي تمامیت او دوامداره حمایت یادونه شویده.

همداشان د امنیت شورا په نوې پریکړه کې د یو باثباته، ښیرازه او همه شموله افغانستان یادونه شوېده. په پریکړه کې راغلي چې افغانستان د زیاتو ستونځو سره لکه د بشر حقونه په خاصه توګه د ښځو او اقلیتونو حقوق، بشري مرستې، امنیت، مخدره توکي، اقتصادي او ټولنیزې ستونځې، انکشاف، حکومتولي او حاکمیت د قانون مخ دی.

د امنیت شورا په دې تاکید کوي چې د راتلونکې لپاره باید یو تګلاره رامنځته شي چې د خبرو اترو له لارې دغه ټولو پورته ستونځو ته رسیدګي وشي.

د دې لپاره چې افغانستان په خپلو کې او هم د ګاونډیانو او نړیوالو سره په سوله ایز ډول ژوند وکړي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پریکړه کې د ټولو دخیلو خواو او ادارو سره د تفاهم او د یونیما په رول تاکید شویدی چې خپلو کارونو ته د ملګرو ملتونو د پریکړو په اساس دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو په پریکړه کې راغلي، د دې لپاره چې د ټولو دخیلو خواو سره هر اړخیزې خبرې او مشورې وشي نو د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي نه غواړي چې د افغانستان لپاره خاص استازو غونډه راوغواړي او د هغوي سره د سلا مشورو نه وروسته په دوه میاشتو کې خپل ګزارش د امنیت شورا ته وړاندې کړي. د یادونې وړ ده چې سږکال د می په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي په قطر کې داسې غونډه راغوښتې وه چې کومو خاصو پایلو ته نه وه رسیدلې او هماغه و چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړې په اساس خاص استازی فریدون سینرلیوګلو وټاکل شو چې سیمې ته سفر وکړي او بیطرفه وړاندیزونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ننې پریکړې اهمیت په دې کې دی چې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي به د افغانستان لپاره خاص استازی ټاکي. د نوې استازي منډیت یا کاري ساحه دیونما نه پراخه ده او د نړۍ، سیمې او هم د افغانانو ټولو ذیدخلو خواو سره به سلامشورې کوي تر څو یو عملي تګلاره د افغانستان د ستونځو لپاره د سلا مشورو او تاید نه وروسته برابره کړي.

د دې پریکړې بله مهمه مسله دا ده چې د افغانستان مسلې ته سیمه ایزو او د نړېوال هیوادونو اهمیت ورکړ او د خاص استازي په موجودیت کې د بین الافغاني ډیالوګ او د افغانستان لپاره د رتلونکې تکلترې زمینه مساعدیدلې شي.

د امنیت شورا د دغه پریکړې په وړاندې یو شمیر ستونځې هم شته. د ټولو نه مهمه ستونځه دا ده چې افغانان که په داخل کې دي او یا بهر، د دغه فرصت نه لکه د پخوا په څیر چې د نورو فرصتونو نه یې ګټه نه ده اخستلې، موثره استفاده کولې شي او که نه؟

که د دې نوې فرصت نه ګټه وانخستل شي نو دا فرصت د افغانانو لپاره او هم سیمه ایزو هیوادونو ته په لوی بحران بدلیدلې شي.

افغانان؛ په خاصه توګه د طالبانو حاکمه ډله او یا نور سیاسي او مدني اپوزیسون باید د دې درک ولري چې دا فرصت تلپاتې نه دی او هره خوا ټولې خپلې غوښتنې او خواهشات نشي تر لاسه کولې.

اساسي خبره دا ده چې افغانستان بیا د نیابتي جګړو مرکز نشي او ټول افغانان د یو اساسي قانون د درلودلو په چوکاټ کې سره ګډ ژوند، کار او سیاست وکړي. د افرادو او ډلو د امتیازاتو په عوض باید په همه شموله پروسه کار وشي. دلته د امتیاز اخستنې، سمتي ، قومي، ژبني او نور متازغه مسایل مطرح نشي. یوازې او یوازې د افغانانو ګټې او د افغانستان سیاسي ثبات مطرح وي.

همدا شان دا مهمه ده چې د افغانستان لپاره د خاص استازو په راتلونکې غونډه کې سیمه ایز او نړیوال هیوادونه یوې ښې سلامشورې ته ورسیږي. د سیمه ایزو او نړیوالو رقابتونو مسایل مطرح نه کړي او فوکس یوازې د افغانستان په ثبات وي ځکه که په افغانستان کې قانونمند او مشروع حکومت او دایمي ثبات نه وي، بیا په هغه صورت کې افغانستان سیمې او نړۍ ته خطر دی خو که افغانستان کې قانونمند او مشروع حکومت او ثبات وي نو په هغه صورت کې سیمه به د افغانستان نه د خطر ویره ونه لري.

ټولې خواوې باید د نویمې کلیزې د ناکام تاریخ نه عبرت واخلي. اوس هم د د هر څه نه دا زیاته مهمه ده چې طالبان د افغانستان لپاره جنګ غواړي او که سوله؟ د طالبانو حاکمې ډلې ته د ټولو نه زیات مسوولیت متوجه دی چې د بین الافغاني ډیالوګ، ثبات او قانونمند او مشروع نظام په راوستلو کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي سره همکاري وکړي.

هغه وخت د مجاهدینو د تنظیمونو په منځکې او هم د کابل په حکومت کې سیاسي اختلافونه او د سیمه ایزو هیوادونو منفي رقابتونه د دې سبب شول چې د بنن سیوان پروسه ناکامه او افغانستان کې داخلي نیابتي جګړې پیل شي. د هغه جګړو ضرر عامو افغانانو ته، ټولو دخیلو تنظیمونو او خواوته او هم ګاونډي او نړیوالو هیوادونو ته د افغانستان د جنګونو تاوان ورسید چې تر اوسه د هغه لمبو د تاو نه ټول زوریږي او شکایتونه کوي.

ښه دا ده چې ټولې خواوې د دې نوي فرصت نه اعظمي ګټه واخلي او دا فرصت په بحران بدل نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب