یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپه تېر میلادي کال کې د پاکستان لخوا د ۳۰ زرو افغانانو...

په تېر میلادي کال کې د پاکستان لخوا د ۳۰ زرو افغانانو بندي کېدل

تاند (یکشنبه، د جدې ۱۰ مه) د کډوالۍ نړۍوالې ادارې یا (ای‌او‌ام) او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا (یو‌ان‌اچ‌سي‌ار) پر پاکستان د افغان کډوالو د بندي کولو پر پراخې لړۍ نیوکې کړي.

دغو دواړو ادارو د ۲۰۲۳ کال په ګډ راپور کې ویلي چې په دغه کال کې په پاکستان کې څه باندې ۳۰زره کډوال نیول شوي دي.

د دغه بنسټ د راپور له مخې، ډېری افغانان په بلوچستان ایالت کې نیول شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي چې پاکستان ظاهراً افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په پلمه نیسي، خو په نیول شویو کې قانوني اسناد لرونکي هم شامل دي.

د کډوالۍ د نړۍوالې ادارې او د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دغه راز ویلي چې تر اوسه له پاکستانه ۴۸۳ زره کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

دا خبرونه په داسې مهال دي چې د طالبانو واکمن رژیم تر اوسه پاکستان سره یو ځل هم د کډوالو د موضوع په اړه خبرې نه دي کړي.
د سیاسي او نړیوالو چارو کارپوه غوث جانباز له دې امله پر طالب رژیم نیوکې لري او وایي چې دغه رژیم په تشو خبرو د پاکستان د دې کړنو مخالفت ښيي، خو عملاً یې د حل لارې په توګه  هیڅ کومه هڅه نه ده کړې.
طالب چارواکي بیا وایي چې سلګونه افغان بندیان یې د پاکستان له زندانونو خوشې کړي او پاکستان نه یې د کډوالو په موضوع د خبرو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب