پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه ایران کې د دوو افغانانو اعدامیدل

په ایران کې د دوو افغانانو اعدامیدل

تاند (یکشنبه، د جدې ۱۰ مه) راپورونه وایي چې دوه افغان وګړي تېره اوونۍ په یوه زندان کې اعدام کړي دي.

د دغه هېواد د بشري حقونو یو سازمان چې مرکز یې په ناروې کې دی، پرون شنبه (د مرغومي ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پر دغو دوو  افغان وګړو د مرغومي/جدي پر دویمه نېټه د ایران د کرج په مرکزي زندان کې د اعدام حکم تطبیق شوی دی.

د دغو افغانانو بشپړ هویت په ډاګه شوی نه دی او دا هم نه دي ویل شوي، چې دغه کسان د کوم جرم له کبله په اعدام محکوم شوي وو.

ایراني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه هېواد پر خپلو وګړو هم د اعدام زیات حکمونه عملي کوي او له دې اړخه په نړۍ کې ډېر بد نوم لري.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، ایران سلګونه افغان بندیان د طالبانو په غوښتنه افغانستان ته وسپارل، خو له دې سره- سره یې د کډوالو خلاف چلند ورځ تربلې توندیږي.

راپورونه ښيي چې یوازې تېره میاشت له ایران څخه تر ۶۰ زرو پورې افغان کډوال په زوره ایستل شوي.

افغانان پر پاکستان او ایران او دغه راز ترکیه د دوی کډوالو سره د ناوړه چلند له امله نیوکې کوي.

دوی د طالبانو پر حاکم رژیم هم نیوکه لري چې له هېواده بهر یې د خپلو کډوالو د حقونو د دفاع لپاره د پام وړ او قانع کوونکي ګامونه، نه دي اخیستي.

1 COMMENT

  1. د افغانانو ستر دوښمن د پنجابی پاکستان تر څنګ اخوندی وحشی ایران دی او دا منافق دولت افغانان په انسانانو کښی نه شمیری او اوس ئی دوه افغانان د ساعتیری لپاره اعدام کړی دی او افغانستان کښی د خائينو اجنبیانو له خوا ملی حکومت جوړیدو مخه نیولی کیږی نو اوس شیطان اخوندان او د انګلیس چوچه په افغانانو ماتم جوړ کړۍ دی او مرتجع منورینو دوی لپاره د افغانانو وژلو لا زمینه مساعده کړی دی ای افغانانو لږ بیداره شۍ او د خپل غم ځپلی ملت
    په صدق سره په فکر کښی شۍ !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب