دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد ملا متقي دفتر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل...

د ملا متقي دفتر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل استازي د ګومارلو مخالفت وکړ

تاند (شنبه، د جدې ۹ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي د ټاکل کېدو د وړاندیز مخالفت وکړ.

د دغه استازي د ګومارل کېدو وړاندیز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې چې تازه د افغانستان په تړاو وړاندې شوی، مطرح شوی دی.

مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي خپله هم د برېتانیا له استازي سره د لیدنې پر مهال د دغې ګومارنې مخالفت کړی و.

د متقي دفتر اوس رسماً د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه ليک تصويب په غبرګون کې ويلي، چې د يوناما په فعال موجوديت کې د افغانستان لپاره د يوه بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه يو غير ضروري چاره ده

سرچینې زياته کړې؛ ځانګړو استازو د افغانستان او نړۍ په نږدې تاريخ کې نه يوازې دا چې کومه شخړه نه ده اواره کړې، بلکې د پرديو نسخو د تحميل له لارې يې وضعيت لا کړکېچن کړی دی او زموږ کړنلاره به په نهایت کې د افغانستان د خلکو نه بدلېدونکي ديني عقايدو، کلتوري ارزښتونو او ملي ګټو پر بنسټ ولاړ وي.
طالبانو همداراز له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان اړوند هر ډول پرېکړو کې موجود واقعيتونه په نظر کې ولري او پرېکړې يې د کوم لوري تر اغېز لاندې را نه شي‌.

د ملګرو ملتونو دغه پرېکړه د یو شمېر افغانانو له هرکلي او مخالفت دواړو سره مخ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب