Homeخبرونهنیمروز کې پر ایراني تومانو او فرهنګي اغېزو بندیز

نیمروز کې پر ایراني تومانو او فرهنګي اغېزو بندیز

تاند (شنبه، د جدې ۹ مه) د نيمروز لپاره د طالبانو والي، شيخ محمد قاسم خالد له يو شمېر سوداګرو، صنعت کارانو او د ښاري نظم کمېټې له غړو سره د لیدنې پرمهال په دغه ولایت کې د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې پر بندېدو ټینګار وکړ.

شیخ محمد قاسم خالد د یادې ناستې موخه د ښاري نظم د کمېټې د پرېکړو شریکول یاد کړل او ويې ویل چې له دې وروسته به په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه نه ترسره کېږي او باید د خپلې ملي سکې «افغانۍ» څخه کار واخیستل شي.

شیخ خالد همدا راز وویل چې د ښار ټولې لوحې باید اصلاح او د پردیو کلماتو د کارونې څخه مخنیوی وشي او د اعلاناتو ټولې لوحې باید د هېواد په رسمي او یا محلي ژبو سره ولیکل شي.

نوموړي د صنعت او سوداګرۍ په تړاو هم خبرې وکړې او ویې ويل چې په دې برخه کې د طالبانو رژیم ډېرې اسانتياوې رامنځته کړې دي او له سوداګرو او صنعت‌کارانو يې وغوښتل چې د شريعت له اصولو سره سم خپل سوداګري او صنعت پراخ کړي.

سوداګرو او صنعتکارانو د افغانۍ د ارزښت د لوړولو او د تابلوګانو له اصلاح څخه د ملاتړ په ترڅ کې په دې برخه کې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.

نیمروز د ایران په ګاونډ کې پروت دی او ویل کیږي چې لا هم پکې ایراني تومان چلیږي او پر لوحو او تابلوګانو د ایران فرهنګي اغېز لیدل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...