شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهلغمان کې د سبزیجاتو سږني حاصلات ۳۰ سلنه زیات شوي

لغمان کې د سبزیجاتو سږني حاصلات ۳۰ سلنه زیات شوي

تاند ( شنبه، د جوزا لومړۍ) د لغمان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلان وایي، چې سږکال د دې ولایت په سبزيجاتوکې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د یاد ولایت د کرنې ریاست آمر بریالی همدرد وایي، چې په لغمان ولایت کې سږکال د سبزیجاتو د توليد په برخه کې ۳۰ سلنه او د غله جاتو په برخه کې ۱۰ نه تر ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

نوموړی وايي، چې سږ کال یې  ډېره برخه بزګران د سبزيجاتو کښت ته هڅولي دي او د تولید د زیاتوالي لامل هم همدا دی.

همدرد وایي: « بزګرانو ته مو د سبزيجاتو د ساتنې او کرنې لپاره شنې خونې جوړې کړې دي، د امراضو د مخنيوي او دفعې لپاره مو ورته لازم درمل ور ښودلي، د کرنې سيستم مو ورته نوی او عصري کړی او اصلاح شوي تخمونه مو بزګرانو ته وېشلي دي، همدا علت دی چې سږکال د سبزيجاتو او غله جاتو په تولید کې زیاتوالی راغلی.»

بزګران که څه هم د بازار او مارکېټ په برخه کې شکایتونه لري خو د کرنې ریاست مسوولان وایي، لغمان په افغانستان کې د سبزیجاتو د مرکز نوم ګټلی او له همدې امله یې سبزیجات د هېواد نورو لویو ښارونو ته هم صادرېږي.

د کرنې ریاست مسوولان وایي اوسمهال په لغمان کې بادرنګ، کرم، کاهو، ګندنه، پیاز، کچالو، بانجان،رومي بانجان، ګازرې، شلغم او نور سبزیجات کرل کیږي.

د یادونې ده ، چې د لغمان په مرکز، قرغيو او الينګار ولسوالۍ کې تر ډېره بزګران د کرنې په برخه کې د سبزيجاتو په کښت بوخت دي او ورځنۍ اړتیاوې هم له همدې لارې پوره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب