Homeخبرونهد افغانستان لپاره د ترکیې نوي سفیر خپله دنده پیل کړه

د افغانستان لپاره د ترکیې نوي سفیر خپله دنده پیل کړه

تاند (شنبه د جوزا ۱) ولسمشر اشرف غني د افغانستان لپاره د ترکیې د نوي سفیر جهاد ارګین باورلیک ومانه.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د افغانستان لپاره د ترکیې نوي سفیر ته په ورسپارل شوي ماموریت کې د بریا هیله وکړه.

د ښاغلي غني په خبره چې افغانستان له ترکیې سره د اړیکو دوام ته ژمن دی او د سولې پروسه کې د دغه هېوا د هڅو قدرداني کوي.

د خبرپاڼې له مخې جهاد ارګین له افغانستان سره د خپل هیواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ترکیه په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره ژمنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...