دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهطالبانو په الینګار کې د اوربند موافقه ماته کړه

طالبانو په الینګار کې د اوربند موافقه ماته کړه

تاند(شنبه، د جوزا۱) د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کې د خلکو په هلوځلو د دولتي او طالباني ځواکونو ترمنځ د ټینګ شوي اوربند په اړه د رسنیو له لوري د خبرونو له خپرېدو وروسته طالبانو په دې ولسوالي کې اوربند مات کړ.

په داسې حال کې چې د افغانستان په ګڼو نورو سیمو کې جګړو سخت زور اخیستی و، د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکو پر دولتي او طالباني ځواکونو منلې وه چې د حاصلاتو تر ټولولو او د زده کوونکو د ازموینو تر بشپړېدو پورې به په دې ولسوالي کې جګړه نه کوي.

د الینګار مشرانو اندېښنه لرله چې سږ کال به بیا د غنمو حاصل د جګړو له کبله له لاسه ورکړي. تېر کال د دوی فصلونه د راکټ او نورو وسلو په ګولیو له منځه لاړل.

د الیشنګ یوه اوسېدونکي جبارالکوزي د چهارشنبې په ورځ (مې ۱۹/ ثور۲۹) له خبریالانو سره په خبرو کې خپل مشران په دې وستایل چې د نړۍ قدرتونه ونه توانېدل چې د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وکړي خو دوی په خبرو دواړه خواوې چمتو کړې.

د الینګار یوه قومي مشر نن (شنبه) وویل «له بده مرغه طالبانو پر خپله ژمنه وفا ونه کړه او د افغانستان د ملي اردو د تلاشۍ پر پوستو یې بریدونه پیل کړل. د ده په وینا طالبان به هیڅکله ونه بخښل شي.»

د لغمان د ولایتي شورا رييس هم د نښتو د بیا پیلېدو په اړه وویل چې طالبانو د پنجشنبې له ماښامه جګړو ته زور ورکړی او په لړ کې یې د دولت شاه و لسوالي هم نیولې ده.

د لغمان د یوې سیمې قومي مشران بریالي شوي چې پر طالبانو او دولت اوربند وکړي

د الینګار یوه بل اوسېدونکي، د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل«په دې خاطر ډېر خوابدی یم چې زموږ هڅې ناکامه شوې. ټول خلک خصوصاً کروندګر اوربند ته خوشاله وو. خلکو همدا غوښتل خو اوس چې جګړې بیا پیل شوي دي، ښايي ډېرې سختې ورځې مو شروع شي.»

ده دا هم وویل چې تېر کال د اکثرو کروندګرو کروندې د طالبانو او دولتي ځواکونو د جګړې له کبله وسوځېدې او خلک له بې سارو سختیو سره مخامخ شول.

په لغمان او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې د طالب وسله والو سرزورۍ سبب شوي چې خلک له دې ډلې تر پخوا زیات بېزاره شي. اوس اکثره کلیوال، چې پخوا به یې د طالبانو ملاتړ کاوه، له دې ډلې په ښکاره کرکه څرګندوي.

2 COMMENTS

  1. حتما یې د مور مېړونو ورته امرکړی چی جګړه وکړي او دا چې ولې یې اوربند کړی. وایي یوه سپې له بل سپي وپوښتل چې ولې و هر چا ته غاپو او خوله اچوو، که مونږ ته څه وایې او که نه مونږ ورته خولې اچوو او غاپو. نو دا بل سپي ورته وويل چې زموږ سپیتوب په همدې کې دی چې هر چا ته خوله واچوو او وغاپو. قسم په خدای که طالب لیونی سپی ودروې . سپیتوب ددوی او ددوی د بادارانو په نطفه کې دی.

  2. طا لبان ځان د محمد(ص) ځای ناستی ګڼي!!!!!!!!!! شاید په اول کې د اوربند وحی ورته راغلي وي او اوس د جنګ!!!!!!!!!!!!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب