دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+اسلامي فیمینیزم | سیدعبدالله نظامي/لندن 

اسلامي فیمینیزم | سیدعبدالله نظامي/لندن 

فیمینیزم که څه هم فرانسوۍ کلیمه ده او له دغه هیواده پورته شوې خو اوس د هغو ټولو هڅو لپاره کارول کیږي چې د ښځو د حقونو او جنسیتي برابرۍ لپاره کیږي.

لومړی ځل فرانسوۍ هوبرتین ایولرت ۱۸۸۰ کې دا کلیمه خپله خپرېدونکې مجله کې وکاروله او د نارینو ولکه کې پر ښځو د روان کړاو خلاف یې د خپلو هڅو او خوځښت نوم کړ چې وروسته پر یوه اډانه او لاره بدل شوه.

په اسلامي نړۍ کې دا هڅې له فرانسې او د لوېدیځ له نورو هیوادونو سره یوځایي تر سترګو کېدې.  میرمنو د ښځو د حقونو لپاره له بیلابیلو لارو مبارزه کوله ۱۹۸۱ کې لومړنۍ فیمنیسټي خپرونه المواجهه په قاهره کې چاپ شوه.

المواجهه د ښځو لپاره ځانګړې شوې مهالنۍ وه چې د نوال سعداوي په زیارچمتو کېده. اغلې سعداوي عرب نړۍ کې یوه خورا جلا چلنده لیکواله وه، هغې ۵۵ کتابونه لیکلي و تر ټولو مشهور یې ښځې او سکس نومېده چې شل کاله پرې مصر کې بندیز و.

میرمن سعداوي د ۲۰۲۱ په مارچ کې د ۸۹ کلونو په عمر د قاهرې یوه روغتون کې مړه شوه. هغه عرب نړۍ کې د فیمینسټۍ یا د ښځو د حقونو لپاره لومړنۍ مبارزه نه وه ، ترې وړاندې هدا شرعاوي یوه خورا زړوره لیکواله وه چې له ۱۸۸۲ تر ۱۹۴۷ یې مصر کې ژوند کړی.

همدغلته مصر کې په عملي ډول میرمنې د ۱۹۱۹ پاڅون کې په پراخ ډول ګډونوالې شوې او له انګریزانو یې د خپلواکۍ اخستلو په پرلتونو کې ګډون وکړ هره ورځ ګڼې محجبې میرمنې دغو لاریونونو ته و ورتلې.

مصر کې د ښځو د حقونو په برخه کې کې ان ۱۸۹۰ کلونو په منظم ډول کارکېده، ځکه خو ځینې په دې اند دي چې په راوروسته کې د اسلامي فیمینیزم اډانه له هماغه مبارزې سره په یوه ډول تړاو لري.

۱۹۹۰ کلونو کې د اسلامي فیمینیزم کلیمه د قاموس برخه وګرځېده. شمیمه شیخ د سویلي افریقا یوه فعاله وه چې د اسلامي فیمینیزم لپاره یې لومړیو کې غږ پورته کړ. په مصر کې یوه ډله میرمنو اسلامي ټولنه کې د ښځو د حق غوښتنې سره د اسلامي اډنې ورزیاتول هغه څه وه چې پخپله د اسلامي ډلو لخوا یې هم په زغرده مخالفت نه شو کیدلی.

 د اسلامي فیمینیزم پیروانو د ښځو لپاره د قران کریم د حکمونو په رڼا کې د ښځو د ژوند غوښتنه کوله، دوئ ټینګار درلود چې په ډیرو اسلامي ټولنو کې دودیزو تړو او حاکمو سیاستونو د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي او په لوی لاس دغو نارواو دودونو ته د اسلامي نظامونو نوم ورکول کیږي. 

ددغه غږ بدرګه کونکو دا دلیل هم راوړو چې ګواکې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ص عربو کې له ښځو سره د ناوړه چلند پر وړاندې د حق غښتلی استازی و چې خلکو ته یې وویل لور او زوی دواړه د خدای یو ډول بنده ګان دي په لور او میرمن هیڅکله ظلم مه کوئ.

حضرت محمدص  د خدای له لوري راغلی لومړنی پیغام ورته ترهرچامخکې خپلې میرمنې ته واوره او د هغه د ژوند ډیر احادیث د هغه له میرمنې نکل دي په دې مانا چې هغه ښځو ته په ټولنیزو چارو کې د ونډې غوښتونکی و.

د اسلامي فیمینیزم لپاره هم مهاله خورې ورې هڅې روانې وي چې وکولی شي د ښځو د حقونو برخه کې د له فیمینیزم سره د اسلام کلیمه پیوند کړي.

د بیلګې په ډول د تهران په زنان مجله کې خپرونکې مشرې یې شهلا شرکت ۱۹۹۲ کې د اسلامي فیمینیزم سرلیکونه لیکل، ۱۹۹۶ کې سعودۍ لیکوالې مایه یمني اسلام او فیمینیزم په نوم کتاب ولیکه.

اسلامي نړۍ کې ترکیې هم د ښځو د حقونو لپاره خورا مخکښې میرمنې درلودې.  هیلیده ادیپ یوه تر ټولو یاده مبارزه ده چې له ۱۸۸۳ تر ۱۹۶۴ پورې یې ژوند کړی او د خپلو لیکونو او ویناو له لارې یې د ښځو د حق غوښتنې ډګر کې کار کاوه.

ترکیه د نړۍ یو له هغو هیوادونو و چې تر ډیرو مخکې یې ښځو ته ټاکنو کې د ونډې او رایې اچونې اجازه ورکړه ترکیې ۱۹۳۴ کې یې میرمنې د ولسواکۍ له دغه حقه برخمنې کړې داسې حال کې چې فرانسې ۱۹۴۴ کې میرمنو ته د رایې حق ورکړ، چین ۱۹۴۹ او هند ۱۹۵۰ کې ښځو ته د رایې ورکولو حق ورکړ.

اسلامي هیوادونو کې تر ترکیې وروسته مصر ۱۹۵۶ کې او ورپسې عراق ۱۹۵۸ کې ښځو ته د رایې حق ورکړ. افغانستان ۱۹۶۳زېږدیز کال کې ښځو ته د رایې ورکړې حق ورکړ.

لویدیځه نړۍ کې لا تر ډیره عامو نارینه و ته په یو ډول د رایې حق نه و د بیلګې په ډول امریکا کې یوازې شتمنو خلکو رایه کارولی او ځان نوماندولی شو.

جرمني کې میرمنو ته تر ۱۹۷۳ پورې د مالي حساب د پرانستلو حق نه و .

اسلامي نړۍ د ښځو د حق غوښتنې غږ لا ډیر پخوا انګازې کولې مصر ، عراق او تونس ځکه یاد هیوادونه و چې دغلته د زده کړو او تعلیم کیفیت تر نورو هغو لوړ و.

تونس په ټوله نړۍ کې لومړنی هیواد دی چې میرمنې یې سیاسي بنسټونو کې پراخه ونډه لري ددغه څه ساری په هیڅ لویدیځ هیواد کې نه لیدل کیږي.

تونس د ښځو د ژوند بدلون دغه انقلاب ۱۹۵۶ کې هغه مهال وشو چې ولسمشرحبیب بورقیبه د احوالو نوي قانون کې تر هر وخت ډیر ښځو ته حقونه ورکړل. تونس کې میرمنې لا هم د خپلو نورو ازادیو په لټه غلې نه دي ناستې او د ماشومانو وکالت د مور لپاره ، ورسره د طلاق یو ډول حق غوښتنه د دوئ د مبارزې تازه غږونه دي.

تونس کې د ښځو د حق غوښتنې غږ یوازې میرمنې نه پورته کوي ورسره نارینه هم د ټولنې پرمختګ کې د ښځو ونډه خورا اړینه بولي.

ددغه ټولنې شاعري هم په دغه رنګ رنګینه ده تر ټولو مشهور پکې تونسی شاعر انیس شوشان دی چې د ښځو د حقونو لپاره شعرونه وايي دا یې یوه بیلګه :

ای د خپلې کورنۍ غلامې !  

موږ یوه نادانه نارینه ټولنه کې پایو

هو په هغه ټولنه کې چې 

  فکر یې لنډ خو نړونکی دی

هغه ټولنه چې ادعا کوي ښځه ازاده ده

بیا په بشپړه سپین سترګۍ ورته وايي

 ته شرم یې

ته یوازې شرم!

نو ای اغلې ! اوس باید د هغه نارینه پر وړاندې بغاوت وکړې چې تاسو ته د بسترې د میلمستیا په سترګه ګوري 

خو ورته مهمه نه ده چې لا د رغېدو په خونه کې هم ومرې

ایا تاسو یوازې یو جسم یاست؟

ستاسو وجود چیرته دی؟

د ټولنې په منځ کې ستاسو ونډه چیرې ده؟

ځای مو چیری دی؟

په پخلنځي کې؟

ای زما اغلې! له الله پرته بل هچا ته سرنه ټیټږي

ای زما اغلې پاڅون وکړه  په غورځنګ راشه

 دې سړي سالاره ټولنه کې په ننګ راشه

پر هغه ټولنه چپاو وروړه چې تاسو غندي

ستاسو ټیکری غندي 

د ښځې عزت پکې د اورلګید په څیر دی

نه لکه د نر عزت چې ریښې یې پر ځمکه خښې  دي

پکې مهمه نه ده چې نر دې عزت ولري

نرخو نر دی!

 که هرڅومره بدرنګۍ او بدګڼې ولري هیڅ خبره نه ده

نو دا څه حماقت دی ؟ 

پورته شه پاڅون وکړه!

د خپل رب په مرسته د خپل الهي حق لپاره 

پاڅون وکړه د خپل ځان لپاره 

انقلاب وکړه د خپل ژوند د معنا لپاره 

د ځان لپاره ودرېږه څو خپله پرېکړه مو پخپل لاس کې شي

نه د هغه نر په لاس کې چې ستاسو تر زېږېدو مخکې یې ستاسو پرېکړه کړې وي

ای د کورنۍ غلامې میرمنې 

انقلاب وکړه چې خپلواکه شې

  چې یوه ورځ ستا خبره د دریځ خبره وي

نورو ته څراغ  

  او یوه وړ میرمنه شې

….

خو دا ټولې هڅې چې په اسلامي نړۍ کې  د ښځو د حقونو لپاره کېږي یا کېدلې د اسلامي فیمینیزم تر سرلیک لاندې نه وې.

د اسلامي فیمینیزم پلویان وايي د ښځو د حقونو لپاره دا یوه روا او اغیزمنه لار کیدلی شي او سخته به وي چې د سیکولر او پر مذهب نه ولاړو فیمنسټانو سره پر همغږۍ هغو ټولنو کې کار وشي چې بنسټ یې مذهب دی.

له همدې کبله له مصر وروسته ، په مراکش یا المغرب، کویټ او یمن کې هم د اسلامي فیمینیزم لپاره غږ پورته شو.

په ایران کې چې د اسلامي فیمینیزم پلویان هم شته ځینې مذهبي مشران او ملایان یې په نوم له دې کبله نیوکه کوي چې فیمینیزم اسلامي ټرمینالوژي نه ده او که فیمنسټ مسلمان هم وي نظر یې تر ډیره پر مذهب نه ولاړو خلک ته ورته وي.

یوشمیر نیوکه کونکې میرمنې بیا دا د سیاسي اسلام یوه برخه ګڼي او وايي چې اړتیا نشته د ښځو د حق غوښتنې موضوع ته د مذهب له کړکۍ وکتل شي.

که هر څه وي د اسلامي فیمینیزم لاره عرب نړۍ او اسلامي هیوادونو کې بې اغېزې نه ده هم د لیکوالو لپاره مضمون او هم د ډیرو لپاره د مبارزې او هڅو د یوې اډانې نوم دی چې د اسلام په وروستاړي سره د ډیرو هغو خلکو خولې ورتړي چې مذهب د هرې چارې بنسټ ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب