دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد لغمان د یوې سیمې قومي مشران بریالي شوي چې پر طالبانو...

د لغمان د یوې سیمې قومي مشران بریالي شوي چې پر طالبانو او دولت اوربند وکړي

تاند(پنچشنبه، د ثور۳۰) د لغمان په یوه ولسوالي کې قومي مشران بریالي شوي چې د خبرو له لارې طالبان او حکومت په داسې مهال اوربند ته راضي کړي چې د هیواد په نورو برخو کې شدیدې جګړې روانې دي.

د راپورونو له مخې، د لغمان د الینګار ولسوالي قومي مشرانو د خبرو له لارې له طالبانو او دولتي ځواکونو سره موافقه لاسلیک کړې چې تر هغو به په خپل منځ کې جګړه نه کوي چې د سیمې کروندګر خپل حاصلات ټولوي او ماشومان یې په خوندي چاپېریال کې ازموینې بشپړوي.

دوی وايي چې دواړو خواوو ورسره منلې چې د جون تر لومړۍ پورې به جګړه نه کوي.

د اوربند په اړه له خبرو وروسته یوه قومي مشر قاري نبي سرور وویل«دا ډېر ضروري و ځکه چې طالبان او دولتي ځواکونه یو بل ته لاس په ماشه ناست وو، پر یو بل د ډزو د پیلولو لپاره یې کوچنۍ پلمه غوښته.»

د الیشنګ یوه اوسېدونکي جبارالکوزي د چهارشنبې په ورځ (مې ۱۹/ ثور۲۹) له خبریالانو سره په خبرو کې خپل مشران په دې وستایل چې د نړۍ قدرتونه ونه توانېدل چې د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وکړي خو دوی په خبرو دواړه خواوې چمتو کړې.

تراوسه پورې د ا سلامي هیوادونو په شمول د نړۍ ګڼو هیوادونو او نړیوالو موسسو له طالبانو او دولت څخه غوښتي چې اوربند وکړي خو طالبان نه د ي حاضر شوي چې اوربند وکړي.

د الینګار مشرانو اندېښنه لرله چې سږ کال به بیا د غنمو حاصل د جګړو له کبله له لاسه ورکړي. تېر کال د دوی فصلونه د راکټ او نورو وسلو په ګولیو له منځه لاړل.

د لغمان د والي ویندوی وايي چې چارواکي له قومي مشرانو سره خبرې کوي چې دا اوربند د لغمان ولایت نورو سیمو ته هم وغځوي او په دایمي اوربند یې بدل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب