جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: اوبه زموږ ابرو ده، باید په قدر یې پوه شو

ولسمشر غني: اوبه زموږ ابرو ده، باید په قدر یې پوه شو

تاند (پنج شنبه، د ثور ۳۰) ولسمشر غني ویلي چې اوبه د افغانستان ابرو ده او افغانانو ته په کار ده چې د اوبو په قدر ځان پوه کړي.

نوموړي زیاته کړې چې تر اوسه د افغانستان له اوبو څخه سمه ګټه نه ده اخیستل شوې خو ټینګار یې کړی دی چې دا په دې مانا نه ده چې ګوندې د وزارتونو ورته پام نه دی.

هغه څرګنده کړې، یوازې دا موضوع په علم نه ده بدله شوې او په خبره یې په کار ده چې دې برخې ته هم جدي توجه وشي.

ولسمشر غني چې د کرنې اوونۍ غونډې ته یې خبرې کولې دغه راز د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژو د پرانیستې هدایت ورکړې ترڅنګ یې زیاته کړه چې نن د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۱۰ زره او ۶۸۵ سړې خونې د ګټې اخیستو لپاره چمتو شوې دي.

په ورته وخت کې په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د اقتصادي پروژو د عملي کولو او د بنسټیزو پروژو د ملاتړ برخه کې د افغانستان هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی.

وانګ یو دا څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین میرویس ناب سره کړې دي.

له یاد وزارت څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې چین دغه راز له کرونا وبا سره د مبارزې برخه کې هم د افغانستان د ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړې او ټینګار یې کړی دی چې هېواد یې د کرونا ضد واکسینو د بلې بستې را لېږدولو ته هم پوره چمتووالی لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب