جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپنتاګون: د هوا څرنګوالی هم د ځواکونو د وتلو بهیر اغېزمنولی شي

پنتاګون: د هوا څرنګوالی هم د ځواکونو د وتلو بهیر اغېزمنولی شي

تاند(پنجشنبه، د ثور ۳۰) پنټاګون وایي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر په ښه ډول روان دی او دا بهیر تر اوسه پورې له ۱۳ تر ۲۰ سلنې پورې بشپړ شوی دی.

د پنټاګون د ویاند جان کربي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې دوی د ځواکونو د ایستلو لپاره ټول شرایط په پام کې لري.

هغه څرګنده کړې، چې نور عوامل پر خپل ځای، ان د هوا څرنګوالی هم کولی شي دغه بهیر اغېزمن کړي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي وو چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر چې تر اوسه پورې تر شل سلنې پورې بشپړ شوی دی له کومې بدې پېښې پرته په ښه ډول پر مخ روان دی.

په ورته وخت کې د امریکا د مرکزي ځواکونو قومندان جنرال فرانک مکینزي ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د څارنې او پر وړاندې یې د مبارزې د څرنګوالي په موخه خپل وړاندیز د امریکا دفاع وزارت ته وسپاري.

هغه زیاته کړې، ترهګر دې فکر نه کوي چې امریکایي ځواکونه لاړل، نور میدان دوی ته خالي دی، ځکه دوی به ترهګرو ته په دغه هېواد کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.

د هغه په وینا، چې امریکا د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره په خبرو بوخته ده څو وکولی شي چې د هغوی په هوایي حریم کې څارونکي او جنګي الوتکې الوتنې وکړي او دغه راز په دغو هېوادونو کې د امریکایي ځواکونو لپاره اډې جوړې کړي.

هغه څرګنده کړې چې که چېرته دوی له یادو هېوادونو سره هوکړې ته ورسېږي نو ښایي له افغان ځواکونو سره د امریکا په مرستو کې هم بدلون راشي.

مکینزي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې امریکا، افغانستان یوازې نه پرېږدي او د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره به له افغان ځواکونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب