جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچین: د اقتصادي پروژو د عملي کولو برخه کې له افغانستان ملاتړ...

چین: د اقتصادي پروژو د عملي کولو برخه کې له افغانستان ملاتړ کوو

تاند(پنج شنبه، د ثور ۳۰) په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د اقتصادي پروژو د عملي کولو او د بنسټیزو پروژو د ملاتړ برخه کې د افغانستان هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی.

وانګ یو دا څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین میرویس ناب سره په ټلفوني مکالمه کې کړې دي.

له یاد وزارت څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې چین دغه راز له کرونا وبا سره د مبارزې برخه کې هم د افغانستان د ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړې او ټینګار یې کړی دی چې هېواد یې د کرونا ضد واکسینو د بلې بستې را لېږدولو ته هم پوره چمتووالی لري.

د یادونې ده چې تېره ورځ د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په یوه تلیفوني مکالمه کې ویلي دوی غواړي چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانې جګړې پای ته ورسېږي او دلته دایمي اوربند رامنځ ته شي.

دده په خبره چین د افغانستان خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته درناوی لري او له دغه هېواد به خپل هر اړخیز ملاتړ ته ادامه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې چې دوی تل په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره هڅه کړې ده او بیا هم هڅه کوي چې په دغه هېواد کې ښکېل اړخونه ژر تر ژره د خبرو له لارې یوې پایلې ته ورسېږي او روانه جګړه د تل لپاره ختمه شي.

هغه د سیمې پر هېوادونو هم غږ کړی دی چې له افغان سولې سره بشپړه او هر اړخیزه همکاري وکړي.

چینایي لوري همدا راز ویلي چې افغانستان یې په سیمه کې ښه ملګری هېواد دی او د سولې د راتګ په صورت کې د دواړو لورو ترمنځ پراخ اقتصادي فرصتونه موجود دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب