جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسوات کې یو هلک ټېک ټاک ته د وېډیو جوړولو پر مهال...

سوات کې یو هلک ټېک ټاک ته د وېډیو جوړولو پر مهال وژل شوی

تاند (پنجشنبه د ثور ۳۰) د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې یوه ۱۹ کلن هلک هغه مهال ځان وژلی چې د ټېک ټاک لپاره یې وېډیو جوړوله.

د سوات پولیسو ویلي دا پېښه پرون چهارشنبه/ د ثور ۲۹مه/ هغه مهال رامنځته شوه چې د حمیدالله په نوم یوه هلک د ټېک ټاک لپاره ویډیو جوړوله.

د پولیسو په وینا دې هلک په خپل سر تومانچه ایښې وه او د وېډیو جوړولو پرمهال ترې په ناپامۍ کې ډز شوی چې ځای پر ځای مړ شوی دی.

د نوموړي د کورنۍ غړو ویلي چې هغه له کوره په پټه تومانچه وړې وه، خو په دې نه و خبر چې په تومانچه کې دې مرمۍ وي.

تېر کال په کراچۍ کې هم ورته پېښې رامنځته شوې وې چې پر مهال یې درې کسان وژل شوي و.

ټېک ټاک یوه ټولنیزه شبکه ده چې په نړۍ کې میلیونونه کاروونکي لري او کاروونکي یې تر ډېره د خپل ژوند د بېلا بېلو برخو په اړه لنډې ویدیوګانې په کې خپروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب