جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملي امنیت د داعش ډلې یوه مهمه تروریستي شبکه نېولې ده

ملي امنیت د داعش ډلې یوه مهمه تروریستي شبکه نېولې ده

تاند ( پنجشنبه، د ثور ۳۰ مه)  د ملې امنیت عمومي ریاست په کابل کې د وروستیو تروریستي پېښو په تړاو د داعش ډلې یوه مهمه شبکه نېولې ده.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، یاده شبکه یې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نېول شوې ده.

سرچینه وایي، شریف الله، عبدالواحد، قاري محمد صابر، ايوب، عزیز رحیم، عبدالمتین، او خديجه د داعش ډلې هغه غړي دي چې د کابل له بېلابېلو سيمو څخه نيول شوي دي.

د سرچینې د کره او دقیقو معلوماتو پر اساس، د داعش دغې شبکې د لسګونو خونړيو تروریستي بریدونو په ترسره کولو او پلانولو کې لاس درلود چې ځانمرګي بریدونه، چاودنې، اختطاف، راکټي بريدونه او هدفي وژنې پکې شامل دي.

نيول شويو کسانو په خپلو اعترافونو کې د قلعه فتح الله پر تکيه خانې، په قمبر څلور لارې کې د مارشال محمدقسیم فهیم پر پوهنتون، د کورنيو چارو وزارت پر نوې ودانۍ، د جمهوري رياست پر ودانۍ، د روښنايي پر جنبش، د سردار محمد داود خان پر ۴۰۰ بستريز روغتون او له آریا ښارګوټي څخه پر امریکا سفارت برید او په وروستي اختر کې په شکردره کې د مفتي نعمان د وژلو او د حبيبيې لېسې شا ته د دوو بهرنيو مېرمنو د تښتولو او وژلو په ګډون د لسګونو تروریستي بریدونو پلان او عملي کول منلي دي.

د دوی د اعترافاتو له مخې، دغې شبکې په ټوله کې ۵۱ ځانمرګي بريدونه، د بایسکل له لارې ۴ بمي چاودنې، د موټر سايکل له لارې یوه چاودنه، د ماين ۳ چاودنې، دوه راکټي بريدونه او د اختطاف یوه پېښه سازماندهي کړې ده.

نيول شويو کسانو په خپلو اعترافونو کې دا هم ویلي چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې مخور او جید مذهبي مشران او عالمان هم ترور کړي او پر مذهبي او عامه تاسیساتو يې چاودنې ترسره کړې دي.

د داعشي ددې نیول شوې ډلې یوه غړي عبدالواحد اعتراف کړی دی چې د خپل تروریستي فعالیت له پیل راهيسې يې ۵۰ ځانمرګي له جلال آباد څخه کابل ته انتقال کړي دي او د خپلو تروریستي فعالیتونو لپاره يې شا و خوا ۲۰ کوره د کابل په بېلابېلو برخو کې کرایه کړي دي.

د یادولو ده چې په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش قومندان حافظ سعید په ۲۰۱۶ کال کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د برېد ښکار شو.

د افغانستان ملي امنیت هغه وخت ویلي و چې نوموړی د اچین ولسوالۍ په تخت نومي سیمه کې له خپلو نورو ۲۹ وسله والو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

حافظ سعید د پاکستاني طالبانو تر مشرۍ وروسته د داعش د خراسان ولایت د والي په توګه هم ټاکل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب