جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد دوستم پلویان: که مو غوښتنې ونه منل شي، فاریاب کې مستقل...

د دوستم پلویان: که مو غوښتنې ونه منل شي، فاریاب کې مستقل دولت اعلانوو

تاند ( پنجشنبه، د ثور ۳۰ مه)  په فاریاب ولایت کې د مارشال عبدالرشید دوستم پلویانو ویلي، که یې افغان حکومت غوښتنې و نه مني دوی به یاد ولایت کې مستقل دولت اعلان کړي.

دوی وروسته له هغه په اعتراضونو لاس پورې کړ، کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د فاریاب لپاره نوی والي محمد داوود لغمانی په دنده وګماره.

دا شپږمه ورځ ده چې د دوستم پلویان په فاریاب کې له سپکو او درنو وسلو سره د ښار په واټونو کې ګرځي او ګڼې دولتي ادارې یې هم تړلې دي.

اوس تازه دوی خبرداری ورکړی که یې حکومت غوښتنې و نه مني نو هلته به یو مستقل دولت اعلان کړي.

دوی د دغه ولایت په رهبرۍ کې د وروستیو بدلونونو په غبرګون کې لاریون کړی دی او د مرکزي حکومت له لوري د نوي والي له ګومارل کېدو سره مخالفت کوي.

ورته مهال تېره ورځ د ولسي جرګې یو شمېر غړیو هم د دوستم او پلویانو مخالفت وغانده او ویې ویل چې دوستم د ولسمشر له لوري د مارشالۍ رتبې اخیستلو پرېکړه مني نو د والي پرېکړه دې هم ومني.

دا په داسې حال کې ده چې جنرال دوستم شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې له څه باندې دوو کلونو وروسته په لومړي ځل په ارګ کې له ولسمشر غني سره لیدلي وو.

ولسمشر غني او عبدالرشید دوستم د سولې پر پروسې او د بین الافغاني خبرو د بریالیتوب لپاره د ملي اجماع پر رامنځته کولو خبرې کړې وې.

تر دې ناستې را وروسته دا لومړی ځل دی چې دوستم او د هغه وسلوال پلویان د ولسمشر غني له پرېکړې سره مخالفت څرګندوي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم خلک د دوستم د پلویانو هغه انځورونو چې د سپکو او درنو وسلو سره د ښار په واټونو کې ګرځي اندېښمن کړې دي.

دوی وایي، د هېواد دې نازکو حالاتو ته په کتو باید سیاسیون په زوره کورنیو جګړو ته لار هواره نه کړي او حکومت سره دې د خبرو له لارې خپلې ستونزې هوارې کړي.

2 COMMENTS

  1. که کوم وزير يا والي ټاکل کيږی، هغه ولسمشر د خپل ځان د پاره نه ټاکي، بلکه دا د ولس د هوساينې د پاره يو چوپړ ټاکي. نو ولې زمونږ مارشال صاحب مخالفت کوي؟ دې ته خو ددې په خوښې مارشالي هم ورکړل شوه.
    محترم مارشال صاحب،
    خدای څخه ووېرېږه، دا خوار ملت پرېږده چې لږ څه د بدبختيو څخه لېرې آرام وکړي.

  2. د افغانستان د اساسي قانون له مخې افغانستان یو متمرکز دولت دی ، ټول ولایتونه او محلي ادارې د مرکز له خوا اداره کیږي . والیان ، ولسوالان او دولتي مامورین د دولت له خوا د لزومدید او ضرورت په اساس مقرریږي . بنا د ولسمشر د پرېکړې منل په کوم شخص ، ډلې ، ګوند او شخصي سلیقې پورې تعلق نه لري .
    له بلې خوا دا به د نړۍ په تاریخ کې لومړی ځل وي چې د دولت مارشال د خپل قانوني دولت په مقابل کې دریږي او خپل ولس په لوی لاس د جنګ او جګړو اور ته ورټېل وهي .
    که جنرال دوستم د ولسمشر له خوا تعیین شوی والي سره کومه شخصي ستونزه لري هغه باید په محکمه کې حل شي ، خو پدې حساسو شرایطو کې چې د طالبانو او د هغوی خارجي ملاتړو له خوا د هېواد په اکثرو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی ، د دولت په مقابل کې درېدل او هغه هم په داسې حساسو شرایطو کې کمزوری کول د ملي خیانت او بغاوت په سطحه باید وانګېرل شي چې باید په ټول قوت سره وټکول شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب