یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونههلمند کې د هند قارې لپاره د القاعدې قوماندان له خپلو ۴...

هلمند کې د هند قارې لپاره د القاعدې قوماندان له خپلو ۴ ملګرو سره ووژل شو

تاند (پنجشنبه د ثور ۳۰) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په هلمند کې د هند قارې لپاره د القاعدې شبکې قوماندان ووژل شو.

د دفاع وزارت نن پنجشنبه/ د ثور ۳۰مه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان امنیتي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې تېره ورځ د القاعده شبکې په یوه ښوونیز مرکز عملیات ترسره کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د هند قارې لپاره د القاعدې شبکې یو قوماندان “علي پنجابی” له خپلو څلورو ملګرو سره او د ذاکر په ګډون د وسله والو طالبانو د یوه سرګروپ په ګډون د دغې ډلې پنځه جنګیالي ووژل شول.

دفاع وزارت همداراز زیاتوي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د القاعده شبکې یو ښوونیز مرکز، ۳ قرارګاوې او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې هم افغان چارواکو په هلمند ولایت کې د دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې د هند جزیرې لپاره د القاعده شبکې د ۲۲ غړیو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د ۲۱۵ میوند قول اردو/ د روانې ثور میاشتې په ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د القاعده شبکې دغه غړي د هلمند ولايت په مختلفو سيمو کې د افغان دفاعي ځواکونو د عملیاتو په پايله کې وژل شوي دي.

د افغان چارواکو په خبره د دوی معلومات ښيي چې دغه کسان د پنجاب ایالت اصلي اوسېدونکي و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب