جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+رواني فشار څه شی دی او څنګه ځان ترې خلاصولی شو؟

رواني فشار څه شی دی او څنګه ځان ترې خلاصولی شو؟

لیکنه: قدرت الله تکل، لیکوال او ژورنالیست.

رواني فشار د رواني نښو یوې ټولګې ته اشاره کوي چې د یو شخص په ورځني ژوند کې د سخت فشار په پایله کې پیښیږي.

دا فشارونه کیدای شي د مالي، ټولنیز، کورنۍ، کار یا روغتیایي مسلو له امله وي. همدارنګه ذهني فشار د اضطراب، خپګان، ستړیا، منفي فکرونو او د خوب له ستونزو سره هم تړاو لري.

کورنۍ ستونزې هم د رواني فشار د زیاتیدلو لامل کیدلی شي لکه بیلیدل ، د یو عزیز له لاسه ورکول، یا د کورنۍ د غړو ترمنځ شخړې.

رواني فشار په ټولنه کې یو له عامو ستونزو څخه دی چې کولی شي ډيری خلک اغیزمن کړي.

کله چې تاسو د فشار سره مخ شئ، تاسو ممکن د سستۍ( بې حوصله ګۍ) ناراحتۍ او خپګان احساس وکړئ خو د تدابیرو په نیولو سره تاسو کولی شئ خپل ذهني فشار سره د مقابلې لپاره لاندې پنځه هغه لاروچارو څخه ګټه واخلئ چې ستاسو د رواني فشار په لمنځه وړلو او کنټرول کې مرسته کوي.

۱ـ د تفریحي فعالیتونو ترسره کول: ورزش کول، د کتاب لوستل، یوګا او په طبیعت کې ګرځيدل یا قدم وهل ستاسو د ذهني فشار څخه په خلاصون کې مرسته کوي.

۲ـ مشاور یا ارواپوه ته تلل: مشاور یا ارواپوه ته تلل تاسو سره مرسته کوي چې ستاسو رواني ستونزې په سمه توګه حل کړي او د دوی سره د مقابلې لپاره سمې حل لارې ومومئ.

۳ـ د وخت مدیریت : د کار ، تفریح او استراحت لپاره یو دقیق او منظم مهالویش له تاسو سره مرسته کوي چې خپل ذهني فشار کم کړئ او په ښه او ګټور ډول کار وکړئ.

۴ـ د ځان ساتنه: د ذهني فشار له امله ، موږ ډیری وختونه ډیر حساس یو. تاسو کولی شئ دا حساسیتونه د خپل ځان په پام کې نیولو سره کم کړئ لکه کافي خوب، مناسبه تغذیه او ښه کاري شرایط.

۵ـ د مراقبت تمرین کول : د مراقبت تمرین کول، کولی شي تاسو سره ستاسو د رواني فشار څخه خلاصولوکې مرسته وکړي او د ذهني اعتکاف او آرامۍ په لټه کې شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب