جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان: د پېښور د پولیسو پر جومات د برید په تور مو...

پاکستان: د پېښور د پولیسو پر جومات د برید په تور مو یو افغان ترهګر نیولی

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۸ )   د پاکستان د پوځ یوه ویاند ادعا کړې، چې د پېښور د پولیسو پر یوه جومات د څه موده مخکې برید یوه افغان ترهګر کړی و، چې دوی نیولی دی.

د پوځ یوه ویاند جنرال احمد شریف ویلي، چې نیول شوی کس مولوي عبدالبصیر نومیږي، چې په اعظم ساپي مشهور و.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه کس د جماعت الاحرار په نوم د افراطي ډلې غړی دی او یاد شوی برید یې د افغانستان له کندوز ولایت څخه پلان کړی و.

د طالبانو رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ډېر ځله د پاکستان ورته تورونه بې بنسټه بولي.

د پېښور د پولیسو پر جومات د برید مسوولیت د پاکستان د طالبانو تحریک پر غاړه اخیستی و.

د څو میاشتې مخکې، په دغه برید کې تر سلو زیاتو پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

1 COMMENT

  1. هر څه پخپله د دوی استخباراتو وکړل بیا پړه په افغانانو واچوله چې نړی ته وښایه چې هرڅه افغانان کوی مګر نړی پوهیږی چې دا ۴۵ کاله د پاکستان استخباراتو په افغانستان کې څه ونکړل نور لاندی وګوری؛
    سپوږمۍ رادیو:
    د هند د دفاع وزیر راجنات سېنګهـ د شانګهای همکاریو سازمان له غړیو هېوادونو غوښتنه کړې چې د “ترهګرۍ د لمنځه وړلو” لپاره په ګډه کار وکړي.
    هند: له ترهګری سره مرسته کوونکي هیوادونه باید حساب ورکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب