جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهننګرهار: د تاریخي اثارو په نوم د کورونو نیول شوي لوښي خپلو...

ننګرهار: د تاریخي اثارو په نوم د کورونو نیول شوي لوښي خپلو خاوندانو ته وسپارل شول

تاند: ( جمعه، د دلوې ۲۸مه)  په ننګرهار کې د طالبانو د والي دفتر وایي، چې په دغه ولایت کې یې له ولسي خلکو څخه د تاریخي اثارو په نوم د کورونو نیولې ۴۲قلمه لوښي بیرته خپلو خاوندانو ته سپارلي دي.

 د دغه دفتر په یوه اعلامیه کې د ننګرهار د موزیم لپاره د طالبانو د آمر قاري زینت الله ځیرک له قوله راغلي:(( دغه توکي چې په کې لباسونه برنجي او د مسين بنګړي برنجي کوزې، تورې، ډول ډول پولي او داسې نور په کې شامل وو د ننګرهار د امنیي قومندانې د پولیسو له خوا څو میاشتې وړاندې نیول شوي وو او بیا یې اطلاعاتو کلتور ریاست ته سپارلي وو.))

د موزیم آمر قاري ځیرک وویل، چې یاد شوي توکي د تاریخي اثارو پیژندونکو د څیړنو وروسته معلومه شوه چې دغه توکي تاریخي نه دي.

د هغه په وینا، په همدې خاطر دغه توکي اصلي خاوندانو ته بیرته وسپارل شول.

د طالبانو چارواکو ویلي، چې د تاریخي اثارو د قاچاق او حیف و میل د مخنیوي لپاره جدي دي او چا ته په دې برخه کې د خپلسرۍ اجازه نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب