پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې زلزلې مالي او ځاني زیانونه اړولي

بدخشان کې زلزلې مالي او ځاني زیانونه اړولي

تاند: ( جمعه، د دلوې ۲۸مه ) د بدخشان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس وايي چې د دغه ولايت په مرکز او ۴ ولسواليو کې د بېګانۍ زلزلې له امله ۷۵ کورونه ويجاړ شوي او يو ماشوم لا هم تر خاورو لاندې ورک دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې په ياد ولايت کې د طبيعي پېښو له امله ۱۴ تنه مړه شوي دي.

په ځینو نورو راپورونو کې د تلفاتو د احتمالي زیاتوالي اندیښنه ښودل شوې ده.

د دغې زلزلې د شدت او نور موقعیت په اړه نړیوالو زلزله پېژندونکو بنسټونو لا څه نه دي ویلي.

په ترکیه کې له بېسارې خونړۍ زلزلې وروسته، د افغانستان په شاوخوا سیمو کې هم د خطرناکو زلزلو خبرداری ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب