شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپاکستاني چارواکي وايي، د کراچۍ د پولیسو پر مرکزي قوماندانۍ عملیات پای...

پاکستاني چارواکي وايي، د کراچۍ د پولیسو پر مرکزي قوماندانۍ عملیات پای ته ورسدل

تاند (جمعه، د دلوې ۲۸ مه) پاکستاني چارواکي د امنیتي سرچینو په قول ادعا کوي چې د کراچۍ د پولیسو پر عمومي قوماندانۍ وسله وال برید د درو حمله کوونکو له وژل کېدو وروسته پای ته رسیدلی دی.

د سیند ایالت د حکومت ویندوی مرتضي وهاب پر خپله ټویټرپاڼه په ځايي وخت د شپې په لس بجې او ۴۲ دقیقو ولیکل چې په کراچۍ کې د پولیسو پر عمومي قوماندانۍ برید له درې نیمو ساعتونو وروسته پای ته رسیدلی دی:

«تاییدولی شم چې د کراچۍ د پولیسو د دفتر ودانۍ تصفیه شوې ده. درې ترهګر وژل شوي دي.»

ده له دې جلا له جیونیوز تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې ودانۍ اوس خوندي ده خو بم شنډوونکي پلټنې کوي چې ایا په هغو واسکټونو کې چاودونکي مواد شته او که نه شته چې حمله کوونکو اغوستي وو.

ده په دې برید کې د درو امنیتي ځواکونو وژل کېدا تایید کړه.

په سیند ایالت کې د پوځ ویندوی بیا ویلي چې عملیات یې بشپړ کړي او اوس دوی تصفیې ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د کراچۍ په فیصل واټ کې له ۸ تر ۱۰ حمله کوونکي د ماښام په ۷ بجې او ۱۰ دقیقې د پولیسو د مرکزي قوماندانۍ ترڅنګ یوې ۵ منزله ودانۍ ته ننول او پر پولیسو یې برید پیل کړ.

ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب