شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهله امریکا د زرګونه افغانانو د بیرته ایستو اندیښنه ښودل شوې

له امریکا د زرګونه افغانانو د بیرته ایستو اندیښنه ښودل شوې

تاند: ( جمعه، د دلوې ۲۸مه ) د متحده ایالاتو د داخلي اسنادو له مخې، په زرګونو افغان کډوال چې د کابل له سقوط وروسته دغه هیواد ته تللي، د کار د جواز له لاسه ورکولو او په راتلونکي دوبي کې د ایستلو له خطر سره مخامخ دي.

په همدې حال کې ویل کیږي، چې د امریکا کانګرس په ډېر ځنډ او بې غورۍ سره دغو پناه غوښتونکو ته د دایمي استوګنې د ورکولو لایحه تصویب نه کړه.

راپور زیاتوي چې امریکا ته د تلونکو ۷۷۰۰۰ افغانانو له ډلې څخه یوازې ۴۷۷۵ تنو یې تر اوسه د دایمي اقامې اسناد ترلاسه کړي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د د دايمي استوګنې د ورکړې لايحه لا تر اوسه د امريکا د کانګرس له خوا نه ده تصويب شوې او لامل يې د ځينو جمهوري غوښتونکو استازو امنيتي اندېښنې دي، چې د ټولو کډوالو د ټاکلو او بيا کتنې د څرنګوالي په اړه شکونه او پوښتنې لري.

دغه استازي په پام کې لري چې د ځینو ترهګرو ډلو غړو ته اجازه ورنکړي چې د دایمي استوګنې له قانون څخه ناوړه ګټه پورته کړي او په راتلونکي کې د امریکا د امنیت لپاره ګواښ شي.

د افغان مهاجرینو مدافع وکیلان، چې اکثره یې تجربه کاره دي، ویلي دي چې که اړتیا وي، د افغان مهاجرینو په قانون کې د تعدیل لایحه به ژر تصویب شي، ځکه چې وړاندیز شوی کار به ډیر ژر پای ته ورسیږي.

1 COMMENT

  1. امریکا کې د کاریګرو او مزدورانو سخت قلت دی او هیڅکله نه غواړي چې دا خلک بیرته وباسي. بل دا چې هغوی د نړیوالو د ګوتنیونې هم ویریږي نو نشي کولی چې هغه هیواد چې ددوی په تور لیست کې دی او هم ددوی په خوله چې پکې قانوني دولت وجود نلري او انسانیت ته پکې خطر مواجع دی خلک بیرته ولیږي. حتمي ددې مشکل لپاره کومه لار پیدا کوي نو دا کومه لویه ستونځه نه ښکاري. په امریکا کې په لکونو خلک قانوني اسناد نلري او کلونه یې وشول چې هلته ژوند کوي مګر چا ندی شړلي لوی مثال یې میکسیکویان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب