تاند(چهارشنبه، د زمري/ اسد ۷مه) د نړۍ د تر ټولو ستر میلیاردر او د ټېسلا او سپېساېکس خاوند، ایلن مسک، ستر مالي زیان وکړ، چې له امله یې د هغه په شتمنۍ کې نژدې ۶۰۰ میلیارد ډالره تاریخي کموالی ثبت شوی دی.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د سپېساېکس د ونډو د ارزښت د پام وړ راټیټېدا د ایلن مسک پر ټولې شتمنۍ هم لوی اغېز کړی دی. د شرکت د بازار ارزښت په کمېدو سره د هغه د شتمنیو ارزښت هم راټیټ شوی دی.
راپورونه وایي، د جولای میاشت د سپېساېکس لپاره له ستونزو ډکه وه او شرکت په روان کال کې د خپل تاریخ تر ټولو لوی مالي زیان وکړ. د سپېساېکس د ونډو د بیې کمېدو اغېز د ټېسلا پر ونډو هم شوی او د دې شرکت د سهمونو ارزښت هم راټیټ شوی دی.
سره له دې تاریخي مالي زیان، ایلن مسک لا هم د نړۍ له شتمنو کسانو څخه ګڼل کېږي. د راپورونو له مخې، هغه اوس هم شاوخوا ۶۹۵ میلیارد ډالره شتمني لري.
ایلن مسک د یوې مودې لپاره د نړۍ لومړني ټرېلیونر (Trillionaire) کېدو ته نژدې شوی و، خو د بازار د بدلونونو له امله یې شتمني په څرګند ډول کمه شوه.
کارپوهان وایي، که د سپېساېکس او ټېسلا فعالیت بېرته ښه شي، د ایلن مسک د شتمنیو ارزښت هم یو ځل بیا لوړېدای شي. دوی زیاتوي، چې مسک له دې مالي فشار سره سره خپلې ونډې نه دي پلورلي.