پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د زیتونو د اچارو تولید پیل شو

ننګرهار کې د زیتونو د اچارو تولید پیل شو

تاند(پنج شنبه د میزان ۱۹مه)
ننګرهار کې د ۳۰ ټنه زیتونو څخه د اچارو تولید پيل شو.

د طالب چارواکو په وینا، په راتلونکو ۴۰ ورځو کې به ۳۰ ټنه زیتونو اچار تولید او د پلور لپاره بازار ته وړاندې شي.

ننګرهار کې د طالبانو د کانال شرکت رئیس زیاته کړه چې د زیتونو فابریکې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به د فابریکې تولیدات څو برابره زیات شي.

بل لور ته، د سوداګرۍ او بازار موندنې رئیس ندی الله نیازي وایي، چې سږ کال د زیتونو حاصلات د نورو کلونو په پرتله ښه دي او د زیتونو تېلو، اچارو او نورو تولیداتو لپاره به هم داخلي او هم بهرني بازارونه پېدا کړي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی د خپلو تولیداتو لپاره په پلازمېنه کابل او خوست ښار کې نمایندګۍ پرانیستې دي ترڅو خلک له دغو تولیداتو څخه په اسانۍ سره ګټه واخلي.

ننګرهار د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی،چې د زیتونو د تېلو په تولید کې ځانګړی نوم لري. طالب چارواکي وایي، په پلان کې لري چې د زیتونو تېل، اچار او نور تولیدات د سیمې ترڅنګ بهرنیو هېوادونو ته هم صادر کړي.

د یادونې ده، چې څه باندې شپږ لسیزې وړاندې د ننګرهار کانال پروژه پلې شوه، چې ورسره سم په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه د زیتونو باغونه جوړ شول، د وروستیو جګړو له امله ۱۳۸۰ هکتاره زیتون باغونه له منځه لاړل.
اوسمهال په دې ولایت په شاوخوا ۱۸۰۰ هکتاره ځمکه د زیتونو باغونه کرل شوي، چې هرکال ترې په ټونو حاصل ترلاسه کېږۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب