پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهکرکټ: انګلنډ د پاکستان پر وړاندې لومړۍ پاڼۍ کې ۸۲۳ منډې وکړې

کرکټ: انګلنډ د پاکستان پر وړاندې لومړۍ پاڼۍ کې ۸۲۳ منډې وکړې

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۱۹مه) د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان خلاف د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۸۲۳ منډو په کولو سره د دې پېړۍ نوی رېکارډ جوړ کړ.

نننۍ ورځ د پاکستان او انګلستان ترمنځ د ټېسټ لوبې څلورمه ورځ ده.

دا لوبه د پاکستان په ملتان ښار کې د اکتوبر په ۷مه پيل شوې. پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۵۵۶ منډې وکړې، خو په ځواب کې د انګلستان لوبډلې ۸۲۳ منډې وکړې. انګلستاني هېري بروک د پاکستان خلاف ۳۱۷ او جو روټ ۲۶۲ منډې وکړې.

انګلینډ لومړۍ لوبډله شوه چې د پاکستان پر وړاندې يې په ټېسټ لوبه کې دومره زیاتې منډې وکړې او په دې توګه یې د هند د ۶۷۵ منډو هغه رېکارډ مات کړ چې ۲۰ کاله وړاندې يې د پاکستان خلاف جوړ کړی وو. د هند کرکټ لوبډلې په ۲۰۰۴ز کې په ملتان کې د پاکستان خلاف په ټېسټ لوبه کې د پينځو لوبغاړو په زيان ۶۷۵ منډې کړې وې.

د ټېسټ کرکټ په تاریخ کې دا څلورم ځل دی چې په یوه پاڼۍ کې له ۸۰۰ زیاتې منډې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب