Homeخبرونهمنظور پښتین؛ د جرګې هره پرېکړه به عملي کوو

منظور پښتین؛ د جرګې هره پرېکړه به عملي کوو

تاند ( پنج شنبه د میزان ۱۹مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له پښتنو غوښتي چې له جرګې په شا نه‌شي.

نوموړي نن په خیبر کې د جرګې لپاره په جوړ شوي ځای کې خپلو پلویانو ته د وینا پرمهال دا څرګندونې وکړې.

پښتین وایي د جرګې د غړو له خبرو د پاکستان حکومت دومره وارخطا دی، چې په وینا یې که لاس پورته کړي نو ټول به د کراچۍ سمندر ته ځانونه غورځوي.

پښتین زیاته کړې، د پښتنو دا قومي جرګه چې هره پرېکړه وکړي دا به يې عملي کوي.

د وروستیو مالوماتو له مخې نن د خیبر په میدان کې په زرګونه کسان راټول شوي چې، سبا د اکټوبر ۱۱مه د پښتنو قومي عدالت جرګه کې برخه واخلي.

تېره ورځ د خیبر په ریګي للمه سیمه کې د پاکستان د پوځ له‌‌‌خوا د جرګي پر ګډونوالو د ډزو په پایله کې ۳ تنه ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم په سبانۍ جرګه کې د موازي حکومت د اعلان وېره ښودلې.

نوموړي ویلي، چې د جرګې خلاف نه دی خو په خبره یې په زرګونه کسان راټولیدل د موازي حکومت د اعلان په معنی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...