پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهد فاریاب "طوطي میدان" د ګازو د استخراج تړون لاسلیک شو

د فاریاب “طوطي میدان” د ګازو د استخراج تړون لاسلیک شو

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۱۹مه) د طالبانو حکومت د کازو پټرولیم وزارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په شتون کې د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت د فاریاب ولایت د طوطي میدان د ګازو اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبکستاني کمپنۍ ترمنځ لاسلیک شو.

طالب چارواکي وایي د دې تړون له مخې قراردادي کمپنۍ به په لومړي کال د ۱۰۰ملیون ډالره او ۱۰ کلونو په جریان کې یو میلیارد ډالره پانګونه کوي.

د یادې اندازې د پانګونې له استخراج شوو ګازو به لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰میګاواټه ګازي برېښنا هم تولید شي.

د فاریاب ولایت طوطي میدان د ګازو زېرمې شاو خوا ۷ زره کیلومټره مربع مساحت لري، چې په استخراج به یې تر ډېره د هېواد د ګازو اړتیاوې هم پوره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب