جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۳ پلویانو جنازه اداء...

په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۳ پلویانو جنازه اداء شوه

تاند ( پنجشنبه د میزان ۱۹مه) د پشتون ژغورنې غورځنګ د ۳ وژل شویو پلویانو د جنازې لمونځ اداء شو.

د یادو کسانو د جنازې لمونځ د خيبر په جمرود کې د اکتوبر پر ۱۰مه اداء شو.

د غورځنګ د مشر په وينا، یاد کسان د اکتوبر په ۹مه د پوليسو په “مخامخ ډزو” کې وژل شوي وو. د ډزو پر مهال د پي ټي اېم تر ۱۰ زيات فعالان ژوبل شوي هم وو.

منظور پښتین د جنازې په مراسمو کې د وینا پرمهال وویل: ”پښتونه! په یوولسم تاریخ که د ټولې دنیا قوتونه هم سره یو ځای شول او دوی برید وکړ، یو چانس کیدلای شي چې زموږ د ټولو مړي هلته پراته وي، تر دې اخوا بل هیڅ شی جرګه نشي کنسل کوی!“‏⁧‫

سبا جمعه د یاد غورځنګ له لوري د پښتنو قومي عدالت جرګه پیلېږي او زرنه زره کسان په کې د ګډون هوډ لري.
پاکستاني حکومت له تېرو څو ورځو راهیسي د جرګې د ګډونوالو د مخنیوي هڅه پیل کړې، لارې یې تړلي، خو ګډونوال پلي جرګه کې د ګډون په موخه خیبر ته روان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...