جمعه, اکتوبر 11, 2024
Homeخبرونهد جنوبي کوریا لیکوال، هان کانګ دنوبل د ادبیاتو جایزه وګټله

د جنوبي کوریا لیکوال، هان کانګ دنوبل د ادبیاتو جایزه وګټله

تاند (جمعه، د میزان ۲۰ مه) د نوبل جایزې کمېټې د جنوبي کوریا ۵۴ کلنه لیکواله هان کانګ د ۲۰۲۴ کال د ادبیاتو د نوبل جایزې ګټونکې اعلان کړه.

کمیټې د پنجشنبې په ورځ د اغلې کانګ نثر شاعرانه وباله او ویې ویل چې دا جایزه هغې ته ځکه ورکړل شوې چې د هغې نثر “له تاریخي صدمو سره مقابله او د انسان د ژوند نازکتیا ښيي.”

د نوبل کمېټې ريیس اندرس اولسن په دې اړه په یوه بیان کې وویل:”هغه د بدن او روح، ژوند او مرګ ترمنځ د اړیکو په ځانګړي پوهاوي او په خپل شاعرانه او تجربوي سبک کې په معاصر نثر کې په یوې نوښتګرې بدله شوې ده.»

هان کانګ د جنوبي کوریا لومړنۍ لیکواله ده چې د نوبل د ادبیاتو جایزه ګټي. دې په ۱۹۹۳ کې په شعر ویلو پیل وکړ او د لنډو کیسو ټولګه یې دوه کاله وروسته د «د پنوسو مینه» په نوم خپره کړه.

د دې لومړنی بریالی ادبي اثر د «سابه خواره» په نوم ناول و.

د نوبل د ادبیاتو جایزه په سویډن کې د نوبل اکاډیمۍ لخوا ورکول کیږي او یو میلیون او ۱۰۰ زره ډالره ارزښت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب