جمعه, اکتوبر 11, 2024
Homeخبرونهپه امریکا کې د داعش نیول شوی غړی د سي آی اې...

په امریکا کې د داعش نیول شوی غړی د سي آی اې اجنټ و

تاند (جمعه، د میزان ۲۰ مه) هغه افغان کډوال، چې په امریکا کې د داعش په غړیتوب او د امریکا د انتخاباتو په ورځ د تروریستي برید پر پلان کولو تورن شوی، د سي ای اې لپاره کار کاوه.

د این بي سي د راپور له مخې، ۲۷ کلن نصیراحمد توحیدي چې د دې اوونۍ په لومړیو کې یې د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت د نیول کیدو اعلان وکړ، په افغانستان کې د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ای اې) د امنیت ساتونکی و.

ډیلي مېل ورځپاڼه وايي، د دوی له غوښتنې سره سره سي آی اې یا د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې تراوسه پورې په دې اړه د دوی پوښتنې ته ځواب ونه وایه.

توحیدی د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۹مه د مهاجرو په ځانګړې ویزه امریکا ته لاړ.

د امریکا د عدلیې وزارت وایي، نصیراحمد توحیدي د پوښتنو ګروېږنو پر مهال منلې چې ده او د پلان یوه ملګري یې غوښتل راتلونکې میاشت د امریکا د ټولټاکنو په ورځ حمله وکړي او ځانونه د ده په وینا “شهیدان” کړي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه خبرې د تورونو په هغو اسنادو کې لیکل شوي چې عدلیې وزارت د همدې قضیې په اړه چمتو کړي دي.

د راپور له‌ مخې، توحیدي او ملګري یې دوه کلاشینکوفونه اخیستي‌ وو، د خپلې کورنۍ شتمني یې پلورله، مېرمنې او ماشوم ته یې د افغانستان یو طرفه ټکټ اخیستي وو.

د داعش له افکارو متاثره شوی دغه افغان داسې مهال نیول کېږي چې د امریکا د فدرالي څېړنو اداره په متحده‌ایالتونو کې د سخت‌دریځو د احتمالي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه لري.

دې ادارې د سې شنبې په ورځ وویل: «د ترهګرو ځپل لا هم د ایف ‌بي ‌ای یو لومړیتوب دی او دوی به له هرې لارې کار واخلي چې د امریکایانو ژوند خوندي کړي.»

د توحیدي د تورونو په اسنادو کې هغه تصویر هم شته چې ویل کېږي، د توحیدي دی او هغه د خپلې لور په ګډون دوو ماشومانو ته له مرګ وروسته د شهید د اجرونو ستاینه کوي.

دوی هغه مهال د ایف ‌بي‌آی له لوري ونیول شول چې کله یې پر فېس‌‌بوک د شخصي وسایلو د خرڅلاو اعلان کېښود.

“ایف ‌بي‌آی” هغه مهال ورته یو جاسوس معرفی کړ چې ورسره خبرې وکړي او اړیکه ورسره ونیسي.

هغه د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۷ مه) له یوه بل کس سره، چې هویت او ملیت یې څرګند شوی نه دی، ونیول شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب