جمعه, اکتوبر 11, 2024
Homeخبرونهپه اسلام اباد کې پنجابي محصلانو په پښتنو محصلانو برید وکړ او...

په اسلام اباد کې پنجابي محصلانو په پښتنو محصلانو برید وکړ او د هغوی خونو ته یې اور ورته کړ

تاند (پنجشنبه/ د میزان ۱۹مه) — د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د قایداعظم په نامه پوهنتون پنجابي محصلانو په پښتنو محصلانو باندې برید وکړ او د هغوی د لیلیې خونو ته یې اور ورته کړ.

په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د پښتنو محصلانو له کوټو څخه لمبې پورته کیږي او پنجابيان په غوسه خبرې کوي.

یو شمېر کسانو په اېکس (ټوېټر) لیکلي، چې پښتنو محصلانو غوښتل چې ځانونه منظم کړي او په ډله ییز ډول په خیبر کې د پښتنو جرګې ته لاړ شي‌ خو پنجابي محصلانو پرې برید وکړ، په چاقوګانو یې ووهل او خونو ته یې اور ورته کړ.

د ایک سوچ په نامه یوې اېکسپاڼې لیکلي چې پنجابیانو په پښتنو محصلانو باندې ډزې کړي خو د مړو او زخمیانو په هکله څه خاص معلومات نشته.

ویل کیږي چې د پوهنتون ادارې د ستونزې د حل پرځای پښتنو محصلانو ته ویلي چې پوهنتون پرېږدي او خپله مخه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب