جمعه, اکتوبر 11, 2024
Home+منظور پښتین؛ او په پښتو او مذهب ربړول شوي پښتانه

منظور پښتین؛ او په پښتو او مذهب ربړول شوي پښتانه

لیکوال: استاد محمدزمان مزمل

پکتان؛

او په اریایې قبایلو کې د برهمن طبقې سوابق:

اریایان چې بېخ یې له بلخ، دنلوب او یا هر ځای واخلو په سیمه کې په پاتو اریایانو کې مشهوره قبیله وه.

د اریایې تهذیب او رسم مطابق پکتان په مالدارۍ کې مصروفه قبیله وه او د تهذیب مطابق له نیکونو نه یې همدا میراثه په تهذیبي لحاظ پاتې نسلونو ته په میراث پاتې شوه.

هغه مهال چې د غواګانو او غوایانو روزل او لرل د قوت رمز وه په ویدي اشعارو کې ډېری قبایلو د سیالۍ او قوت په خاطر له خپلو الیهه وو نه د پکتانو په څېر د زیاتو غوایانو سوال په شعرونو کې کړیدی.

یوه چې تر دې میراثې بله قوي میراثه ده هغه دا چې پښتانه په اریایي تقسیم کې زیات یې برهمن یا مذهبي طبقه پاتې شوېده په تېره د اسلام د راتګ په مهال.

د همدې ځایه مذهبي مشرانو او مذهب ته د احترام تهذیب دا د تاریخ په اوږدو کې پښتو په سلسله له خپلو پلرونو نه په میراث وړی دی.

تقریباً دوه زره کاله دمخه د هندي امپراتور له خوا د یؤ مذهبي برهمن مشر په لرې کېدو پکتان او لس نور قبایل د پکتانو په مشرۍ له هندي امپراتور سره په جګړه کې ښکېل شول او دا جګړه په تاریخ کې د لسو پادشاهانو د جګړې په نامه مشهوره ده.

که څه هم لسو قبایلو جګړه بایلوده ولې د لوی هجرت په مهال په همدې تآثر پکتان، الینا، شېو او نور قبایل همداسې د افغانستان په غرنۍ جغرافیه کې پاتې شول ولې د هندوستان په خوا یې له هجرت څخه صرف نظر وکړ.

هغه مهال چې عرب مسلمانان کندهار او کابل شاخوا ته را ورسېدل او د عربانو په مقابل کې د درې تهذیبو او د تېرو درې امپراتوریو سرداران جنګېدل یعنې د کوشانیانو بقایا، د یفتلیانو بقایا او پښتانه برهمن قبایل د همدې ځایه د فاتح عربانو په وړاندې د رخج او کابل یا د زابل او کابل محاذ د اسلامي فتوحاتو په تاریخ کې د جګړو په حساب هغه تر ټولو ځنډن او وروسته فتحه شوی محاذ وه.

بیاهم پر کابل د یعقوبې لیث د تسلط وروسته په شرق او لرې جنوب کې ځینې پښتانه پکتان په خپل مذهب هماغسې پاتې ول.

کله چې محمود غزنوي د هند په لور د خپلو جګړو سلسله پیل کړه پاتې بودایان او برهمنان چې په هغوی کې پښتانه هم ول د کابل او زابل په تآثر نیم مسلمان شول او نیم نور یې د رشفودانو په عنوان لوی هندوستان ته ولاړل.

پښتنو کې ډېری قومونه دي چې د اسلام نه مخکې دوران کې هغوی په خپلو ادیانو کې ستانه وه او د هغه وخت نه چې خِطې ته اسلام راغی د افغانستان په سیمه کې نوی مذهب اسلام او مُلا هومره دروند نوم وه چې اسلام ته د هند د خلکو ابتدایې دعوت له همدغو افغاني مذهبي مشرانو په ذریعه شوی.

داتاګنج بخش یا هجویري چې د محمود غزنوي ستانه پیر وه هغه د همدې غزني او شلګر اوسېدونکی وه.

بالمناسبه د ابو مسلم خراساني د بغداد ماتونکي مارش ریښې هم له همدې خراسان او د افغانستان له جغرافیې پورې راغځېدلې وې چې لویه موخه پکې د پیغمبر د تبعید لمسیانو دفاع وه.

پښتانه؛

د استعمارګرو په وړاندې:

په معاصر تاریخ کې کله چې پرنګیان او حریفان یې لوی هندوستان ته راغلل هغه قوم چې د ټولو ملیتونو په نسبت له پرنګیانو سره اوږده وجنګېدل او غوښتل یې چې پرنګیان له خپلې جغرافیې او د ګاونډي ملیتونه له جغرافیې په جنګ بهر کړي همدا د افغانستان مذهبي خلک وه.

له همدې ځایه پرنګیان له دغه عزیز ملت نه زاړه غچونه اخلي.

په دې جګړو کې د وطن او ملي حماسو تر څنګ اسلام او مسلمانۍ ډېر ژوندی رول درلود.

سره ددې چې د افغانستان د استعمار ضد په جګړو کې ننګیالي سرداران درلودل ولې د هغوی تر څنګ مُلا مشک عالم، هډې مُلا، چکنور مُلا او ایپي فقیر دا ټول هم د یادؤلو او هم د ستایلو وړ دي.

په جنوب کې د انګریزانو پر ضد د ډېرو قومو په نسبت په تېره د سلطان ټیپو د جګړې په مهال او وروسته  همدا افغانان له انګریزانو سره جنګېدلي.

همداسې په شمال کې په داسې حال کې چې د روسیي تزار مخ په جنوب اسلامي جمهوریتونه یؤ د بل پسې مات او تابع کړل د دوی پرمختګ د افغانستان پر کرښه د نیمې پېړۍ له پاره کنګل پاتې شو او کله چې په 1358 هــ ش کال شوروي اتحاد افغانستان اشغال کړ نه دا چې د تزار مخ په جنوب دوه سوه کلن پرمختګ او لښکرې یې په افغانستان کې ماتې کړې بلکې د افغانانو لس کلن جنګ هم بلشویک شوروي اتحاد او هم په خپله روسیه دواړه په تقسیم او تجزیو ودرول.

په دې ټولو کې زموږ د ملت ملي او مذهبي جذباتو ځواکمن کردار درلود.

د همدې ځایه نن د افغانستان شمال نوي ازاد شوي جمهوریتونه له افغانستان سره، سره ددې چې لا پوره استقرار نه دی راغلی تر ډېرو ښې اړیکې لري او ښه ګاونډیتوب.

د کورنۍ جګړو د لنډ فرصت نه په استفاده د سپتامبر په یوولسمه او د همدې حادثې په استناد امریکا افغانستان د درېیم متجاوز په سلسله کې اشغال کړ.

امریکا چې د دنیا مخکښ مذهبونه او مخکښې امپراتورۍ ورسره ملګرې وې.

ولې دا ځل هم ملت او مذهبي مشرانو دا جنګ پر شل کلن جنګ ودراوه تر څو د امریکا په ماته او وتلو افغانستان په یوه پېړۍ کې په خپلو ملي جذباتو او په مذهبي حماسو د دنیا درې لوی قدرتونه په افغانستان کې مات او ناکام کړل.

منظور پښتین؛ یوه متمایزه پدیده:

یو څه چې باید په دې اړه یې په یوه ژور تحلیل کې لوستې ته وړاندې کړو هغه دا چې افغانانو د شوروي اتحاد او بیا د امریکایي اشغال په وړاندې په دې دواړو کې په لږ تفاوت خپله د پاکستان له جغرافیې او د پاکستان د خلکو او حکومتونو له همکارۍ نه پوره برخه وکړه.

په دې تفاوت چې د امریکایي اشغال په دوران کې پاکستان د ورځې او د شپې په فرصتونو کې له امریکا سره د اولې درجې ملګرتیا درلوده ولې د امریکا ضد مقاومت سره یې د پیشو او موږک لوبه درلودله.

په دې مانا چې د فشار په مهال یې د جهاد مشران په مختلفو فرصتونو کې ژوندي حریف ته سپارل او یا یې د حریف په لمسه په خپله خاوره کې وژل.

د پاکستان وروستي دوه مخې پالیسي چې د یوې خوا یې په افغانستان کې روان جنګ جهاد ګاڼه او په پاکستان کې یې د جهاد غږ ترورېزم ګاڼه او په خپله پېچلې پالیسۍ کې یې دوه هندواڼې په یؤ لاس کې نیولې وې.

پاکستاني جنرالانو په وروستۍ مرحله کې، نه دا چې د افغانانو سره یې د یوې پټې جفا نوې سلسله پیل کړه بلکې په پاکستان کې یې د پښتنو د تړانګې د تابع کولو په خاطر پښتاته په خپل سیاسي لابي کې پر ترورېزم متهم کړل تر څو ددغو په ځپلو کې امریکا ملګري یا چوپ کړي.

که څه هم د سپتامبر د یوولسمې نه بعد په لسو میاشتو کې امریکا، اسلام اباد او امریکایي کابل په ګډه وغوښتل چې وزیرستان او نژدې ماحول یې خلع سلاح کړي.

ولې دا شوم مثلث پکې ناکام شو او امریکا او یا یې حریف لندن د واڼه معاهده وکړه.

وروسته پاکستاني اردو په خپل سر په قبایلو کې د ترورېزم د ځپلو په بهانه او عنوان قبایل له سره او په داسې حال کې چې افغانان په افغانستان کې له امریکا او ناټو سره مصروف دي اسلام اباد قبایلي تړانګه داسې بې رحمه تصفیو ته ودروله چې د پروني پرنګي اشغال او په افغانستان کې د اوسني امریکایي اشغال له تصفیو سره یې ډېرې متفاوتې وې او د دوی ظلم ددغې تړانګې د اوسېدونکو سره د ظلم او جفا له مخې بې سارې وې.

منظور پښتین په حقیقت کې د همدغو وروستیو ظالمانه او پښتنو سره د اسلام اباد د جفا د دردونو زېږنده پښتون شازلمی دی.

منظور پښتین دغه وزیر شازلمی چې د نیکونو  له حماسو او مورال یې رنګ اخیــستی هغه د پاکستاني اردو خونړۍ تصفیې او د خپل مظلوم ولس په تېره د ماشومانو او ښځینو اواره حالت او کنډواله کلیو له هغه نه دغه منظور پښتین جوړ کړ.

که څه هم د پرنګي استعمار په دوران کې د فقیر ایپي جهاد او بیا د خان عبدالغفار خان مبارزه ،زندانونه او کړاونه دا ټول او هر یؤ یې د ملي ازادۍ د کمپاین یوه پتمنه برخه وه ولې منظور پښتون له دغو سره په څو شیانو کې متفاوت او د پیغام او دریځونو له مخې ډېر متفاوت دی.

منظور پښتین د دغو قبایلو په یو مظلوم تاریخ کې چې د خپل هېواد د اردو په لاس هغه مظلومیت ته ښکته شول چې ددې خطې تاریخ دېته ورته مظلومیت په یاد نلري په داسې حال کې چې د جماعت اسلامي، جمعیت علماء او د خان عبدالغفار خان د کورنۍ پاتې فلمي سیاستمداران دا ټول په دې پېچیده وضعیت کې چې پښتانه د اسلام اباد د چړو لاندې وه او ظالمانه د چړو لاندې وه دا ټول پکې چوپ او د ګذارې په لین روان ول.

یواځینی څوک چې د اواره او بې کوره قبایلو په ننګ یې غږ پورته کړ همدا د سرې خولۍ خاوند منظور پښتون وه چې د دردېدلو مظلومانو غږ یې پورته کړ.

په کومه طریقه او په سوله امېزه هڅه چې منظور پښتین د لر او بر پښتنو دوستي او اعتماد ولاء وګټله او د منظور د ډلې مشرانو چې د خپلو ولسونو په زړه کې یې ځای پیدا کړ دا د ایپي فقیر، غفار خان بلکې د شوروي ضد او امریکا ضد سیاسي کمپاینرانو سره ډېر متفاوت دی ځکه ډېر متفاوت دی چې دا لا کلاشینکوف  ،بېرونۍ حمایې او پردیو استخباراتو پر ځای لکه یؤ ریښتونی انقلاب د ولس په ملاتړ او ملګرۍ روان دی او ښه روان دی.

دا چې دا وروستی پښتون به په دې حساسه سیمه او پېچلې اوضاع کې د تېرو ازادۍ غوښتونکو په پرتله د خپل ولس حمایت ښه مدیریت کړای شي او د دغو مظلومو خلکو مقدر به نوي حالت ته بدل کړي دا هغه څه دي چې موږ یې د تحلیل او باور پر ځای ایله په لپو پالو.

دا چې دا په خپل سیاست او پیغام کې متمایز نهضت به په سیمه کې د پاکستاني طالب، پاکستاني اردو او په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي حکومت د دغو متفاوتو پېچلو پالیسیو په ډنډ کې په سیاسي لامبه کې ځان باسي  دا د منظور پښتون د سرې خولۍ په شان یوه د خطر نه ډک لامبه ده.

که څوک ددغه حرکت ابتدایې ورځې او بیا د هغه د ملګرو باور، ملګرتوب او په افغانستان او پاکستان کې د اکثریت زلمیانو بلکې د بوډاګانو باور ته نظر وکړي دغسې یؤ اکثریت ته په دغسې یو بدنام پړاو کې رسېدل دا ددغه زلمي د سیاست معجزه ده.

منم چې په افغانستان کې ډېری زلمیان د دوی سره تړاو لري ولې په هغو کې یوه برخه هغه دي چې پرون یې د امریکایي اشغال له پاره دایرګانې وهلې.

همداسې په افغانستان کې د اسلامي امارت مشران له هغوی سره د خپلو مجبوریو له مخې په مناسبه اړیکه او مناسب تفاهم کې روان ندي بلکې د ګیلمن په مرګ کې یې د جنازې د جایز لمانځه مخه په تنګ نظرۍ ونیول شوه.

دغسې یؤ سیاسي متناقض ماحول ددغه زلمي منظور پښتون په وړاندې هغه د زوم کُنده ده چې د منظور پښتون د سیاست تبر ته پرته ده.

د ډیورنډ په دواړو خواوو کې سیاسي تحولات او مخکښان یې یعنې اسلامي امارت او بیا د پاکستان د طالبانو تحریک او درېیم د منظور پښتین نهضت دا په خپلو کې متفاوت او متضاد خوځښتونه له ځان سره هغه پېچلی سوال لري چې باید دغو درې واړو ډلو مخکښان یې له ځان نه او له خپلو مشرانو وکړي چې د پښتنو د مقدر خوسکی به له دې رنګه بزکشۍ څنګه او څوک د حلال دایرې ته وړي.

تر دې پکې بل پیچیده سوال چې په سیمه کې دا دی چې دا متفاوت او په سیاسي لوبه کې متفاوت سیاستونه به په تېرو شلو کلونو کې د تصادف خبره وه او که د ځواکمنو هېوادونو مهندسي شوې کارنامه.

د کوچیانو په خبره دا وضعیت به پای همداسې شنډ بې تحوله پاتې شي او که به له دې وضعیت نه یؤ جونګی وزېږيږي.

دا ټول سوالونه د دغو درې ډلو د مخکښانو عقل ته پراته دي او هغوی باید دغه حساسه سیمه د دښمنانو پر ځای په خپلو کې د ناکام کرکټ صحنه نکړي.

موږ چې په تېر پنځوس کلن تاریخ کې په سیمه کې بلا تحولات تجربه کړل او د ملت سره مو د بلا ډلو جفاګانې ولیدلې موږ د همدې ناهیلۍ په تَل کې بیاهم د منظور پښتون د ملګرو ایمانداره غږ، ټینګ عهد او د پرګنو په سر د دوی د غیرت  لاس وینو دا یوه متمایزه سیاسي پدیده ده.

اسلام اباد؛

او د قبایلو پښتون اسامه ته څو مشورې:

افغانستان او پاکستان په واقعیت کې خپلو د زور حکومتونو او ورسره جوخت خپلو سیاسي مداخلګرو اردوګانو او بیا خپلو مذهبي او سیاسي مافیا ډوله تنظیمونو همدغه وضعیت ته را ورسول چې ټول پکې د سبا او بل سبا نه چټي په چټي وېره لري.

که د ثور په کودتاه کې د خلق مشرانو ملت او ډلو ته په ناروا لاس نه وو اوږد کړی او یا یې د خپلې بدنامې ډلې برخلیک له کودتاه مخکې سروې کړی وای ولې به نجیب د لسو کلونو وروسته د خپلو ملګرو سره د سولې جنګ ته تلای.

همداسې که د ملت په وړاندې افغاني اردو د ملت د وژلو نه په شا شوې وه زموږ خلک به ولې پاکستان ته تلل او دا د ملت په وړاندې د کابل په زور ابادو کې را ټول شوي خلقیان او پرچمیان به د اردو په بې طرفۍ او سم دریځ کې مسکو ته لا په اولو شپږو میاشتو کې شرمنده مخي شوي وای.

سره ددې چې د خلق او پرچم له خوا سیاسي شوې اردو له ملت سره جنګ ته ننوتله ولې کاشکې اردو په دې پوهېده چې د ملیتونو په وړاندې یونیفورم او پنج ستارې جنرالان همدغه مقدر لري چې په افغانستان کې دوه ځلي تجربه شو.

همداسې که په پاکستان کې د بوټو په مهال د غربي پاکستان سیاسي مشرانو د حالاتو په رابطه مثبت دریځ نیولی وای او یا د پاکستان اردو پر بنګالیانو مارش نه وای کړی پاکستان به ولې تجزیه کېده.

همداسې د امریکا په راتک د مشرف د مهال اردو که په خپلو بارکو کې پاتې شوي وای او د قبایلو ایجنسیانو تصفیو ته یې د پرنګیانو په لمسه لاس نه وو اوږد کړی منظور پښتون به اوس په قطر او یا دوبۍ کې په کوم ورکشاپ کې د خپل کور له پاره پتمنه روزي لټوله.

په افغانستان او پاکستان کې خپره بې ثباتي دا په اول قدم کې د زور د حکومتونو او په دویم قدم کې د بې تربیې بې هوډه او سیاسي اردوګانو ناکامه کارنامه ده او په درېیم قدم کې د هغو سیاسي او مذهبي ډلو کارنامه ده چې د پیل د دوه کلونو په استثناء هره ډله یې د سیمې او نړۍ د استخباراتو په یوه شبکه عوض شوه.

دا د قبایلو پښتنو اسامه (منظور پښتین) چې ملي کمپاین یې له ډېرو اسیایي او بیا پاکستاني تحولاتو سره متفاوت دی هغه باید پوه شي چې په سیمه کې هغه ځوانیمرک بلا استثناء د دغو درېیو بې تعهدو طرفونو سره مخامخ دی.

ـــ افغانستان لا خپل مسایل نه دي یو طرفه کړي.

ـــ پاکستان لا د خپلو جنرالانو په مافیا کې د ګاونډیانو تر څنګ د خپلو خلکو سره په نافهمۍ جګړې ته روان دی.

جفاکار غیرِ ملي حکومتونه او بیا په سیاست کې مداخلګرې اردوګانې او له ملت نه شکېدلي مذهبي او سیاسي ډلې دا دا نیمه پېړۍ په افغانستان او پاکستان کې په هر پړاو کې له خپلو ملتونو سره د جفاکارو سره په بولۍ کې روان دي.

پاکستاني احزاب چې خپله له خپلې اردو سره د پیشو او مږک لوبه لري هغوی ته پکار دي چې په ملي دریځ کې پاکستان د دې یوې صوبې له سیاسي جاګیر څخه وژغوري او خپله اردو پرېنږدي چې په صوبه سرحد او یا بلوچستان کې د خپلو جنرالانو له پاره د مافیایې تجارت سلسلې ته دوام ورکړي.

د پاکستان سیاسي احزاب بلکې که د خیبرپښتونخوا سیاسي احزاب دا هر طرف که د وضعیت په اړه یو پاک ملي دریځ ونیسي د منظور پښتون د موخو په تحقق کې د ټول پاکستاني ملت خیر دی.

دا چې پاکستان په افغانستان کې تر دې دمه په پاکستان کې د دوی په لاس جوړ شوي حکومتونه هر ځل د جوړېدو وروسته په جدي مخالف او دښمنۍ نیولي دا سوال باید هر پاکستانی سیاسي مشر د خپل هېواد او د خپلو غیر سیاسي جنرالانو نه وکړي او له دې پیدا کېدونکی وخیم وضعیت هم درک او هم ورته ځواب پیدا کړي.

د قبایلو درې خونړیو تصفیو او اوس د قبایلو دې محشر عکس العمل ته ولې پاکستاني سیاستمداران داسې په کمه او په عادي نظر ګوري.

که پاکستاني جنرالان ورته په کمه ګوري هغوی د نیمې پېړۍ نه همدا سیاسي حرفه لري چې له بهر نه په معامله کې څه وګټي او څه واخلي.

همداسې زه د لوی تحول طراح منظور پښتین ته څو مشورې لرم:

اوله مشوره:

د تحول پتمنه سلسله دې په دې جلسه کې یوه پتمن هیئت ته وسپاره.

دویمه مشوره:

له راغلو مشرانو سره په مقدماتي لحاظ لا وار دمخه د یوه ارګان له لارې تفاهم وکړه چې بیا د هیئت په ترکیب او سړیو کې درته تشویش نه وي.

درېیمه مشوره:

د یو تاریخي تحول په لټه کې باید پړاوونه په نظر کې ونیسې هر څه په یوه غونډه کې غوښتل ناکامي او د شرایطو نه بهر کار دی.

څلورمه مشوره:

په دې تاریخي جرګه کې داسې پرېکړه وکړه چې د پرګنو غوښتنې پکې د راتلونکو تحولاتو په تسلسل کې چانس او ظرف پیدا کړي ځکه د پاکستان، سیمې او افغانستان شرایط اوس هم د یوې لنډې دمې وروسته د یو نړیوال فوکس لاندې دي او سیمه لا د بلاربو پېښو په ګرفت کې ده.

پنځمه مشوره:

له مذهبي ډلو او مذهب سره له ټکر ځان وساته.

شپږمه مشوره:

د زٰړو سیاسي ډلو له مشرانو سره د یوه کمېسیون له لارې رابطه، تفاهم او همکاري هر یوه یې له یاده مه باسه.

اوومه مشوره:

پاتې موخو ته لا د وخت پاټکونه ډېر پراته دي ولې هغه څه چې دې تحریک ته ځواک او د پرمختګ دوام شیمه ورکوي هغه ددې تحریک وحدت او تسلسل دی.

اهدافو ته رسېدل ډېر وخت غواړي ولې وخت خپله د لویو اجنډاګانو خاوندانو ته لاره ورکوي.

اتمه مشوره:

د مسلح ټکر له پلویانو سره د نظر مخالفت مه کاوه ولې د مسلح ټکر پالیسۍ ځکه ځان کابو ساته چې په منطقه کې جهادي ډلو که څه هم اسمان هومره لاسته راوړنې یې درلودلې ولې د واقعیت په بستر د حقیقي موخو په اړه لا د صفر په ګاونډ کې دي ځکه استخباراتي مداخلو له سړیو خلاص کړل.

مسلح مقاومت ستا او ستا د ملګرو بار په سلو کې ضربوي بلکې حریف ته دې د وهلو شرعي قباله ورکوي.

نهمه مشوره:

د پاکستان او سیمې تحولاتو ته تار ور خوشې کړه یوه پکې حتماً راځي چې د پاکستان او افغانستان دواړو مقدر پکې داسې بدل کړي چې زموږ مخکیني پاچا یې په اړه د عقل طرحه درلوده.

لسمه مشوره:

د افغانستان له وضعیت نه که سم درک او له تحولاتو سره یې همغږي ونلرې تاسې به هم خپل ملت ته آن د کامیابۍ د اوج په پړاو کې یؤ دم شرمنده کېږئ.

موږ د مظلومانو د غږ او د منظور پښتون د ملي حماسو د پیل له پاره داسې لاس تړلي یو لکه د فلسطین د غزې د مظلومانو په اړه.

پاکستاني هوښیارو رهبرانو ته پکار دي چې په خپله بې طرفۍ او بېباکه سیاست له دې سیمې نه دویمه غزه جوړه نه کړي.

منظور پښتین باید خپل هدف او د تحول موخې ته ډېر لنډ فکر ونه کړي هغه ته پکار دي چې د باایمانه پرګنو د ملګرۍ پورته په حکومت کې، په اردو کې او په مذهبي ډلو کې همدومره کار وکړي چې په پرګنو کې یې ترسره کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب