جمعه, اکتوبر 11, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او عمان الف لوبډلو ترمنځ تمریناتي لوبې مساوي شوې

د افغانستان او عمان الف لوبډلو ترمنځ تمریناتي لوبې مساوي شوې

تاند ( جمعه د میزان ۲۰مه) د افغانستان او عمان د کرکټ الف لوبډلو ترمنځ دوه تمریناتي لوبې ۱ـ۱ مساوي پای ته ورسېدې.

دوهمه لوبه پرون پنج‌شنبه ترسره شوه، چې د ۶ منډو په توپیر افغان لوبډلې وګټله.
فغانستان لپاره ذبید اکبري نیمه سلیزه ووهله او مقابلې لوبډلې ته یېد ۱۹۱ منډو هدف وټاکه،چې عمان الف لوبډلې یې په ځواب کې ۱۸۴ منډې وکړې.

تر دې وړاندې لومړۍ لوبه کې عمان بریا خپله کړې وه.

ټاکل شوې،چې افغان الف لوبډله د اکټوبر په ۱۳مه نېټه له عمان او هانګ کانګ سره په یوې درې اړخیزې لوبلړۍ کې برخه واخلي او تر هغې وروسته به اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب