جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهاریانا افغان هوایي شرکت د سوداګریزو توکو ټرانزیټ لپاره چارټر الوتکې پېري

اریانا افغان هوایي شرکت د سوداګریزو توکو ټرانزیټ لپاره چارټر الوتکې پېري

تاند (جمعه د لړم ـ عقرب ۳۰مه) ‏د اریانا افغان هوایي شرکت رییس بخت الرحمن شرافت رسنیو سره خبرو کې ویلي، ډېر ژر به د سوداګریزو توکو د ټرانزیټ لپاره ځانګړې چارټر الوتکې وپېري.

شرافت ویلي، دغه الوتکې به د بوینګ یا ایربس ډوله وي.

د دغو الوتکو بیه شاوخوا ۳۵میلیونه ډالر ښودل کېږي.

نوموړي ویلي، د نویو الوتکو پېرلو سره به نړیوالو بازارونو ته د افغاني تولیداتو د صادراتو لېږد کچه کې هم زیاتوالی راشي.

اریانا افغان هوایي شرکت څو ورځې وړاندې په ټیټه بیه بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان وچو او تازه مېوو د صادراتو لړۍ پیل کړه.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې اقتصادي مرستیال اریانا افغان هوایي شرکت ته د کارګو الوتکو د پېرلو سپارښتنه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...